د لاس رسي وړ اتصالات

د کردانو د خپلواکۍ ټولپوښتنې تهران او انقره وارخطا کړي


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ته ښه راغلاست ووایه
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ته ښه راغلاست ووایه

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تهران ته تللی چې د کردانو د خپلواکۍ پر کړکیچ باندې د ایراني مشرانو سره خبرې وکړي.

ترکیه او ایران دواړه اندیښنه لري چې د عراقي کردانو خپلواکي ښایي د دوی پر کردي پرگنو باندې هم اغیز وکړي.

ښاغلی اردوغان به د ایران د سیاسي او مذهبي مشرانو سره په دوه اړخیزو اړیکو چې په دې وروستیو کلونو کې په سیمه کې د نفوذ د پراخولو پر سر سړې شوې وې خبرې وکړي. تهران او انقرې د عراق د کردستان د سیمې د خپلواکۍ د عمومي نظر پوښتنې د نتیجو په رڼا کې گډ موقف نیولی ځکه دواړه هیوادونه د کردانو د خپلواکۍ سره مخالف دي.

د ایراني مشرانو سره د رسمي خبرو دمخه د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د ترکیې مشر ته د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه.

د فرانسې په یو پوهنتون کې د ایران د چارو کارپوه پروفیسور جمشید اسدي وایي "ایران ته د اردوغان د سفر عمده دلیل د کردستان کړکیچ دی".

ښاغلی اسدي زیاتوي "ایران او ترکیه د عراقي کردانو خپلواکي نه غواړي، ځکه هغوی پوهیږي چې دا کار کیدای شي په نورو هیوادونو په ځانگړې توگه په ایران او ترکیې کې د ورته عمل سبب شي."

ښاغلي اردوغان د سه شنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل "د عراق په شمال کې د نظرپوښتنې کړکیچ زمونږ د سیمې پر زړه باندې په چاړه د برید یوه نوې هڅه ده".

اردوغان په داسې حال کې تهران ته سفر کوي چې همدا اوس ایراني او ترکي ځواکونه د عراق د کردستان د سیمو پر لوري استول شوي دي.

خو ښاغلی اسدي وایي تهران ته د ترکیې د جمهور رئیس سفر به "د کردانو پر ضد د گډ پوځي اقدام" پایلې ونه لري.

ښاغلي اسدي امریکا غږ ته وویل "لومړی هغوی غواړي ډاډمن شي چې د عراقي کردانو پر وړاندې دواړه خواوی د یو بل د موقف ملاتړ کوي."

ددغه څیړونکي په اند د ترکیې او ایران مشران به هڅه وکړي چې یو شان نظر ولري تر څو نړیوالو او کردانو ته "ډول ډول پیغامونه ورنکړي او هیڅ یو یې خپله پالیسي بدله نکړي".

د ایران او ترکیې ترمنځ اړیکې د سوریې د کړکیچ وروسته خرابې شوې چې هر یو یې په سوریه کې د ځانگړو اړخونو ملاتړ کاوه. تهران د د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي او انقره د اسد د رژیم د مخالفینو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG