د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان هیله من دی چې روسیه د اوکراین د غلو د صادراتو تړون سره موافقه وکړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ اګست دریمه (زمري ۱۲) وویل چې لاهم تمه لري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په روانه میاشت کې ترکیې ته سفر وکړي، ځکه چې انقره د هغه تړون د بیا رامینځته کیدو هڅه کوي چې اوکراین ته اجازه ورکوي د تورسمندرګي له لارې غله صادره کړي.

رجب طیب اردوغان د استانبول په جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر پوتین د سفر کره نېټه معلومه نه ده، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او استخبارات په دې اړه خبرې کوي. اردوغان وویل: ''زه باور لرم چې دا سفر به د اګست په میاشت کې وشي.''

ترکیې او ملګرو ملتونو د تېر کال په اوړي کې له روسیې سره د خوراکي توکو د نړیوال کړکېچ د کمولو په خاطر یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د تور سمندرګي له لارې اوکراین ته د غلې دانې د صادراتو اجازه ورکړل شوه، خو دا تړون د جولای په میاشت کې وروسته له هغه وځنډول شو چې مسکو له دغه تړون څخه ووت او نوی یې نه کړ.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ، هم په یو تیلفوني تماس کې له پوتین څخه وغوښتل چې د اوکراین د غلو د لیږد په مهمو تاسیساتو باندې د مسکو له برید وروسته نور تاوتریخوالی زیات نه کړي.

د ترکیې ولسمشر تېره میاشت د اوکرایین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په ګډه خبري غونډه کې د وویل چې پوتین به د اګست په میاشت کې ترکیې ته سفر وکړي.

تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د نړۍ د خوراکي توکو په خوندیتوب د "غیر عادلانه او غیر منطقي" جګړې له امله پر مسکو انتقاد وکړ.

انتوني بلینکن وویل: "د دې شورا هر غړی، د ملګرو ملتونو هر غړی باید مسکو ته ووایي چې د تورې بحیرې څخه د بلک میل (زور او ګواښ له لارې اړ ایستل) په توګه کار اخیستل بس دي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "د نړۍ د تر ټولو زیان منونکو خلکو څخه د نفوذ لپاره ګټه اخیستل بس دي. دا غیر عادلانه او غیر مشروع جګړه بس ده."

د امریکا دغه جګپوړي دپلومات چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د خوړو د خوندیتوب په اړه د یوې غونډې مشري کوله، د امنیت شورا ۱۵ غړو ته وویل چې "لوږه باید د وسلې په توګه ونه کارول شي."

د بلینکن د څرګندونو په غبرګون کې روسیې د جمعې په ورځ پر امریکا غږ وکړ چې د تورې بحیرې د صادراتو د تړون د بیا ژوندي کولو لپاره دې د ژمنو پر ځای عملي اقدام وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، ''که دوی [امریکايي مقامات] غواړي د غلې دانې د موافقې د هغې برخې په پلي کولو کې چې په روسیې پورې اړوند ده، برخه واخلي، نو امریکایان باید دا کار وکړي، نه دا چې ددې کار د کولو ژمنه وکړي.''

که څه هم ترکیه د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان غړې ده، خو دغه هېواد په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته توانیدلی چې د مسکو او کیف سره دوستانه اړیکې وساتي.

روسیې په وار وار د اوکراین بندرونه په نښه کړي، د دغه هیواد حیاتي زیربناوې او تاسیسات یې ویجاړ کړي او تر ۱۸۰ زره ټنو زیات غله یې له منځه وړي دي.

مسکو خبرداری ورکړی چې په تور سمندرګي کې به ټولې کښتۍ د وسلو د لیږد د انتقالاتو په توګه وګڼي او له همدې امله به ټولې کښتۍ د دوی د ځواکونو مشروع هدفونه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG