د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانیان د خپل کرکټ 'د شرم وړ' وضعیت ته اندېښمن دي


پاکستاني لوبغاړي د لاهور په قذافي لوبغالي کې د تمرین پر مهال
پاکستاني لوبغاړي د لاهور په قذافي لوبغالي کې د تمرین پر مهال

د چهارشنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (وږي ۱۳) په کور دننه له بنګله دېش څخه ماتې د پاکستان د کرکټ د پرله پسې ناکامیو د لړۍ بل په شاتګ او د سختې کمزورتیا نښه بلل شوې ده.

له بنګله دېش سره د ټیسټ سیریز د دواړو لوبو بایللو په پاکستان کې د کرکټ مینه وال سخت په قهر کړي دي.

پاکستان، چې په نړۍ کې د کرکټ د مخکښو ملتونو په کتار کې ګڼل کیږي، په کور دننه د ټیسټ لوبو په تیرو لسو سیریزونو کې بریا نده ترلاسه کړې او په تېر یو کال کې په ۵۰ اوریز او ۲۰ اوریز نړیوالو جامونو کې له وړاندې تګ څخه پاتې شوی دی.

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم پخواني کپتان وسیم اکرم وویل: "دا زموږ د کرکټ لپاره ستر په شاتګ دی. له یو ښه موقف لرلو وروسته، د داسې ماتې خوړلو له کبله زه د یو پخواني کپتان او کرکټ د مینه وال په توګه د شرم احساس کوم."

وسیم اکرم چې د پاکستان لپاره په ۱۰۴ ټیسټ لوبو او ۳۵۶ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې لوبېدلی، زیاته کړه: "موږ په دومداره توګه په کور دننه لوبې بایلو چې دا زموږ د کرکټ خراب وضعیت څرګندونه کوي."

پیکه پایلې

په کور دننه ټیسټ لوبو کې د پاکستان لوبډله ښه لاسته راوړنه نلري په تیرو دریو کلونو کې یې شپږ دغسې لوبې بایللي او څلور مساوي شوي دي. په دې کې د انګلنډ سره د ۲۰۲۲ لومړنی سیریز هم شامل دی چې ۳-۰ انګلنډ وګاټه.

ټاکل شوې چې پاکستان به له انګلنډ سره د درې ټیسټ لوبو کوربه وي او لومړنۍ هغه یې د اکتوبر په اوومه په ملتان کې پیل کیږي.

په بهرنیو لوبو کې هم د پاکستان ریکارډ ښه نه ښکاري. ددې کال په پیل کې د پاکستان لوبډلې له استرالیا سره درې ټیسټ لوبې وکړې او ټولې یې وبایللې. له ۱۹۹۹ راهیسې پاکستان استرالیا ته شپږ پرله پسې سیریزونه بایللي دي.

د پاکستان پخوانی نړیوال لوبغاړی باسط علي چې اوس د محلي لوبغاړو روزونکی دی، وايي "له کرکټ څخه د خلکو زړه تور شوی دی."

هغه وویل: "بنګله دېش موږ ته په نړیوال ډګر کې زموږ حیثیت را په ګوته کړ."

باسط علي چې د پاکستان لپاره به ۱۹ ټیسټ او ۵۰ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې، د کرکټ د مینه والو او شنونکو له دې ارزونې سره موافق دی چې د پاکستان لوبډله په میدان کې د لوبې لپاره اړینه همغږي نلري.

هغه زیاته کړه: "په لوبه کې ګټل او بایلل دواړه وي خو د لوبغاړو دا حالت د اندېښنې وړ دی... دا د خپګان او شرم وړ ده چې ووایو دا د پاکستان ټیم دی."

د بیړنۍ حل لارې نشتوالی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ددغه هېواد د کرکټ بورډ (پي سي بي) مشري کوي

د پاکستان ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې لیکلی: "له ۱۹۹۸ راهیسې حاکمو رژیمونو په نوبت د پي سي بي لپاره د خپلې خوښې مشران ټاکلي او [له کرکټ څخه] په بې خبره توګه یې لوبه اداره کړې ده."

په تیرو دریو کلونو کې پنځه ځله د پي سي بي رئیسان تبدیل شوي دي. نور شنونکي وايي چې دې کار هم د هېواد د کرکټ پر وضعیت ناوړه اغېزه کړې ده.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې لیکلي: "په سیاسي کچه له هر بدلون سره د پي سي بي مشرتابه کې بدلون راغلی او ددې کار لپاره هیڅ چوکاټ وجود نلري."

په ورته وخت کې د ملي لوبډلې کپتانان او روزونکي هم په مکرر ډول تبدیل شوي او د کورنیو لوبو په سیستم کې دوامدار بدلونونه رامنځته شوي دي.

په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د پاکستان له ماتې وروسته، د پي سي بي مشر محسن نقوي پخپله وویل چې "سیستم جراحۍ" ته اړتیا لري.

نقوي تېره میاشت ټینګار وکړ چې "موږ باید خپلې ستونزې حل کړو... خو د حل لارې په توګه داسې کره معلومات او د لوبغاړو ذخیره نلرو چې حساب پرې وکړو."

پخوانی کپتان وسیم اکرم د محسن نقوي اندېښنه پر ځای بولي او وايي: "زموږ د کرکټ کیفیت رالوېدلی، د حل لپاره یې اساسي کار ندی شوی او لازم بدیل هم نلرو."

وسیم اکرم زیاته کړه: "د کرکټ د یو ملت په توګه موږ باید حوصله ولرو خو بدبختانه داسې کومه بیړنۍ د حل لاره نشته."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG