د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش له پاکستان څخه د کرکټ ټیسټ سیریز وګاټه او تاریخ یې جوړ کړ


دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش له پاکستان څخه د ټیسټ سیریز ګټي.
دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش له پاکستان څخه د ټیسټ سیریز ګټي.

بنګله دېش په لومړي ځل له پاکستان څخه د ټست کرکټ یوه لړۍ وګټله. بنګله دېش د سه شنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (وږي ۱۳) په راولپنډۍ کې د کرکټ په دوهمه ټیسټ لوبه کې پاکستان ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دوو ټست لوبو سیریز یې وګاټه.

دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش له پاکستان څخه د ټیسټ سیریز ګټي.

نن د لوبې په پنځمه ورځ بنګله دېش د ټاکلي وخت ۲۵ دقیقې وړاندې د ۱۸۵ منډو هدف پوره کړ او سیریز یې ۲-۰ په خپل نوم کړ.

بنګله دېش دغه هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

بنګله دېش له کوربه ټیم څخه د ټیسټ لومړنۍ لوبه د ۱۰ ویکټو په توپیر ګټلې وه.

په دوهمه لوبه کې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۴ او په دوهمه کې ۱۷۲ منډې وکړې. بنګله دېش په ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۶ منډو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو د لیتن داس د ۱۳۸ منډو په مرسته يې ټولې ۲۶۲ منډې وکړې.

د دوشنبې په ورځ بنګله دیشي توپ اچوونکو حسن محمود پنځه او نهید رانا څلور لوبغاړي وسوځول او کوربه لوبډله یې د زیاتو منډو کولو ته پرې نښوده.

په بهر کې د بنګله دیش په ۳۳ ټیسټ سیریزونو کې دا دریم بری دی. بنګله دېش په ۲۰۰۹ کې له ویسټ انډیز څخه او له هغه درې کاله مخکې یې له زیمبابوې څخه سیریز ګټلی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG