د لاس رسي وړ اتصالات

ډهلي کې د تیز باران له امله ۱۱ کسان مړه او پروازونه ټکني شوي


د هند پایتخت نوې ډهلي کې ناڅاپي سخت اورښتونه
د هند پایتخت نوې ډهلي کې ناڅاپي سخت اورښتونه

ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې د هند په پایتخت نوې ډهلي کې روانه اونۍ د ناڅاپي سختو اورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او الوتنې له خنډ سره مخ شوي دي.

رویټرز د یکشنبې په ورځ‌ جون ۳۰ (چنګاښ لسم) د ټایم اف انډیا په حواله راپور ورکړی چې د روانې جون میاشتې په لومړیو کې په نوې ډهلي کې د تودوخې کچه ډيره زیاته شوې وه، خو د جون په ۲۸ دغه ښار د تیز باران شاهد و چې په تیرو څوو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

راپور کې راغلي‌ چې د سخت باران له امله د ډهلي هوايي‌ ډګر د درېیم ترمینل چت راپرېوتی چې ورسره الوتنې ټکنۍ شوي.

همداشان د ښار په ځینو برخو کې د زیاتو اوبو د راټولیدلو له امله د موټرو تګ راتګ بند شوی او د برېښنا او اوبو رسونې سیستم له ستونزو سره مخ شوی دی.

د Flightaware د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ډهلي‌ له هوايي‌ ډګر څخه شاوخوا ۶۰ الوتنې لغو شوې دي.

د ډهلي‌ هوايي‌ ډګر یو مسول ویلي‌ چې د یکشنبې ورځې عملیات په عادي ډول ترسره شوي‌ او د زیانمن شوي‌ ترمینل الوتنې نورو دوو ترمینلونو ته لیږدول شوي دي. خو هغه د ورځې په اوږدو کې د نورو الوتنو د لغو کیدو احتمال رد نکړ.

د ډهلي‌ هوايي‌ ډګر د هند په کچه یو تر ټولو لوی او بوخت هوايي‌ ډګر دی.

د دغه هوايي ډګر لومړی ترمینل چې اوس تړل شوی دی په کال کې د ۴۰ میلیونه مسافرو د ځایدو ظرفیت لري او تر ډيره ترې د Interglobe Aviation INGL.NS او SpiceJet هوايي شرکتونه الوتنې کوي چې د IndiGo ارزان بیه انتقالاتو له خوا اداره کېږي.

د IndiGo ویاند د الوتنو د لغو کېدو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او د SpiceJet ویاند خپل ټیلیفون ته ځواب ورنه کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG