د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي


په کونړ ولایت کې د یو کور د یوې کوټې د چت پرېوتو له امله شپږ تنه مړه شوي دي.

دا پېښه تېره شپه اپرېل۱۷(وري۲۹) د کونړ ولایت د خاص کونړ کمپ سیمه کې شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته وویل چې د ډېر باران له کبله د کور د یوې کوټې چت راپرېوتی، ښځه، خاوند او څلور اولادونه چې ټول ماشومان دي مړه شوي دي.

نوموړی وايي چې د سروې ټیم سیمې ته رسېدلی دی.

د ننګرهار ولایت په نازیانو کې هم د یوې کوټې چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشومه مړه شوې ده.

له تېرې څو ورځو راهسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ډېرو بارانو په وجهه سېلابونه هم راوتلي چې مالي زیانونه یې اړولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د معلوماتو په اساس په روانه اپرېل میاشت کې یوازې په هرات او فراه ولایتونو کې ۴۱۵۸ تنه د سېلابونو راوتلو او بارانونو څخه اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG