د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یو پارک کې د اور لګیدو پیښې کې لسګونه کسان مړه شوي


د هند د ګجرات په ایالت کې چارواکي وایي د ساتیرۍ په یو پارک کې شنبه مې ۲۵ (غبرګولي پنځه) د اور لګیدو په پیښې کې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شويدي.

دې پارک ته د رخصتیو په ورځو کې ګڼ شمیر کورنۍ د ماشومانو سره ورځي او د اوړي په موسم کې د سیلانیانو شمیر پکې بیخي ډیر وي.

پیښه د راجکوټ په ولسوالۍ کې شویده.

ښاروالې نیانا پیدهادیا د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورنې عمله لا هم د پیښې په ځای کې سوځیدلې سیمه لټوي او ښایي چې د وژل شویو کسانو شمیر نور هم لوړ شي.

د راجکوټ ښاروالې همدارنګه ویلي چې په پیښې کې د لاس لرونکو سره به هم په جدي توګه حساب کتاب کیږي.

هغې ویلي، " زمونږ تمرکز د ژوندونونو په ژغورنې دی او یقین ورکوو چې پدې پیښې کې لاس لرونکو پر ضد جدي اقدام وشي".

انځورونه او ویډیوګانې چې په تلویزیون کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې د پارک یوې برخې څخه غټې لمبې او لوګی پورته کیږي.

د پولیسو یو چارواکي په سیمه ایز روغتون کې ویلي چې ځیني کسان دومره بد سوځیدلي چې پیژندګلوي یې نه کیدله.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې ایالتي چارواکي په پیښې کې د وژل شویو او ټپي شویو کورنیو سره په ګډه کار کوي.

ښاغلي مودي د زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او په پیښه یې "بې حده ډیر خفګان" څرګند کړی.

د اور وژنې عملې ویلي چې معلومه نده د ساتیرۍ پدې پارک کې اور ولې لګیدلی خو پولیسو او د ملکي ادارو چارواکو ویلي چې د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي چې د اور لګیدو علت به هم پکې څرګند شي. پولیسو ویلي چې د پارک څښتن پر ضد به د بې پروایۍ قضیه ثبت شي.

د ګجرات ایالت اعلی وزیر بهوپیندارا پاټیل ویلي چې د پیښې په هکله ځانګړی ټیم ګمارل شوی چې ددې پیښې په هکله پلټنې وکړي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د راجکوټ ولسوالۍ پولیسو د پیښې په تړاو دوه تنه نیولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG