د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک له اوکراین سره د ۲۵۰ میلیون ډالرو پوځي مرستو اعلان وکړ 


د ډنمارک د دفاع وزارت نن سه شنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) اعلان وکړ چې د اوکراین د «اینده عملیاتو د حمایت لپاره» به دغه هېواد ته د ۱.۷ میلیارد کرونور په ارزښت، چې ۲۵۰ میلیون ډالر کېږي، پوځي مرسته استوي.

د ډنمارک دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو مرستو کې د ماین پاکۍ موټرونه، مهمات او د هوايي مرستو لپاره مالي امکانات شامل دي.

په اعلامیې کې د اوکراین د سرپرست دفاع وزیر ترولیس لوند پولسن له خولې ویل شوي: «په مرستو کې شته تجهیزات د جګړې په لومړۍ کرښې کې د اوکرایني ټانګونو او پلیو میکانیزه ځواکونو لپاره د لارې د هوارولو لپاره مهم دي.»

د فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ډنمارک د بهرنیو چارو د وزیر لارس لوکي راسموسن ویلي دي: «دا نوې پوځې مرستې تر دې دمه زموږ تر ټولو ډېره مرسته ده چې کوو، په دې سره [له اوکراین سره] د ډنمارک د مرستو اندازه ۱۱ میلیارد کرونور ته رسېږي.»

د همدغه کال د جنورۍ ‌په میاشت کې ډنمارګ ژمنه کړې وه چې اوکراین ته به د فرانسې ساخت ۱۹ توپونه ورکوي چې ځینې یې لا تراوسه هم رسېدلي نه دي. همدغه راز د اپریل په میاشت کې یې اعلان کړی و چې له هالنډ سره یو ځای به اوکراین ته د یوبارډ-۱۴ دوه ټانګونه هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG