د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس: بنګله دېش کې یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۲۴ تنه مړه شوي  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په بنګله دېش کې پولیس چارواکي‌ وایي د دغه هېواد د بودا ښارګوټي ته نژدې د «کاراتویا» په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۲۴ هندو زیارت کوونکي مړه شوي دي.

پولیس چارواکي وايي چې په کښتۍ ۵۰ زیارت کوونکي ناست وو او یو‌ لرغوني معبد ته روان وو چې کښتۍ یې ډوبه شوه.

د پولیسو یو مشر شفیق الاسلام د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ دي: «۲۴ مړي مو اېستلي‌ دي. د اطفايي ماموران او لامبوزنان د نورو مړو د موندلو هڅه کوي.»

سیمه ایزې رسنۍ وايي‌ لږ تر لږه لس تنه ژغرول شوي‌ او روغتون ته انتقال شوي دي.

د مقاماتو په وینا هرکال په بنګله دېش کې زرګونه هندوان د «بودشواري» معبد زیارت ته ځي. نن یکشنبه په بنګله دېش کې د هندوانو لوی جشن «درګا پوجا» پيل شوی او په دې ورځ هم ډېر هندوان دغه معبد ته ځي.

په بنګله دېش کې ډېر کله د کښتۍ ډوبېدو د پېښو لوی علت د کښتیو د محافظتي سیستم خرابوالی وي.

تېرکال د جون په میاشت کې په ډهاکه کې یوه کښتۍ له بلې سره تر جنګېدو وروسته ډوبه شوه او ۳۲ تنه په کې مړه شول. په ۲۰۱۵ کال کې هم یوه بله کښتۍ د کارګو له یوې کښتۍ سره وجنګېده او لږ تر لږه ۷۸ کسان په کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG