د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې د نیکلو یوې فابریکې کې چاودنه شوې؛ ۱۳ تنه وژل شوي


په قربانیانو کې چینایان هم شامل دي
په قربانیانو کې چینایان هم شامل دي

په اندونیزیا کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د نیکلو په یوې فابریکې کې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې درېیمه) په یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل دي.

د اندونیزیا د سولاویسي په ټاپو کې دا فابریکه د چین په پېسو باندې چلېږي. دا سیمه د اندونیزیا د نیکلو د تولید طبعي مرکز بلل کېږي، چې د موټرو او برېښنايي موټرونو د بطرۍ په جوړولو او د اوسپنې د زنګ ضد فولادو کې کارول کېږي.

د مورولي صنعتي پارک، چې دا فابریکه په کې ده، ویاند فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې په مړه شویو کسانو کې اته اندونیزیایان او پنځه چینایان دي.

د مقاماتو په وینا په ابتدايي پلټنو کې معلومه شوې ده چې چاودنه د ماشینونو او وسائيلو په خونه کې د کار په وخت شوې. وايي د ګازو یوه ډبه د اور د یوې شغلې له کبله اور اخیستی او چاودېدلې ده. اور د یکشنبې په سهار مهار کړل شوی دی.

د فابریکې چلوونکو ویلي دي چې دې پېښې ډېر خواشیني کړي او د زیانمنو شویو د کورنیو په اړه هم ډېر خواشیني دي. فابریکې ویلي چې مړي خپلو کورونو ته انتقال کړل شوي ‌دي.

په تصویرونو کې ښکاري چې په فابریکې کې د لګېدلي اور لوګي پورته خیژي او د اضطراري حالاتو کارکوونکي په سیمه کې لیدل کېږي.

د مورولي سیمې سرپرست مشر راچمنسیا اسماعیل د کومپاس تلویزون ته ویلي دي چې ۲۵ زخمیان، چې ۱۵ یې اندونیزیایان او ۱۰ بهرني‌اتباع وو، روغتونو ته انتقال شوي دي. وايي ۱۷ تنه یې ډېر او نور یې لږ ژوبل شوي.

د همدغه کال د جنورۍ په میاشت کې په همدغه صنعتي پارک د یوې مظاهرې په مهال دوه تنه مړه شول. مظاهره د کمزوري حفاظتي سیستم په ضد شوې وه.

په اندونیزیا کې‌، چې شاوخوا ۲۵۰ میلیون نفوس لري، په دا ډول فابریکو کې دا ډول پېښې غیر معمولې نه دي، ځکه چې په اکثریت فابریکو کې حفاظتي سیستمونه سم نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG