د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د جمناستیک د استعداد لرونکو لوبغاړو لټون


د کابل په سیالیو کې په لسګونو تنکیو زلمیانو د جمناستیک په برخه کې خپل استعدادونه وښودل.
د کابل په سیالیو کې په لسګونو تنکیو زلمیانو د جمناستیک په برخه کې خپل استعدادونه وښودل.

په افغانستان کې د جمناستیک د لوبو مسئولینو په کابل د مختلفو عمرونو د کسانو ترمنځ ددې لپاره سیالۍ په لاره اچولې چې ددغې لوبې استعداد لرونکي لوبغاړي په ګوته کړي.

په دغه سیالیو کې چې د ۱۵ کلبونو تر منځ په بیلابیلو عمري کټګوریو کې ترسره شوې، نږدې سلو لوبغاړو ګډون کړی وو او په پایله کې یې ۱۵ تنه د لویانو له کټګورۍ، ۱۲ د ځوانانو او ۲۰ تنه د کوچنیانو له کټګوریو څخه د کابل ښار د جمناستیک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

لوبغاړي مجتبی امریکا غږ ته وویل: "زما اوه کاله کیږي چې جمناستیک لوبه کوم او دغه لوبي زموږ لپاره خورا ارزښت لري. زموږ هڅه دا ده چې له فرصت څخه استفاده وکړو او د ملي لوبډلې په سیالۍ کې ګډون وکړو."

د کابل د سیالیو په پایله کې ۱۵ تنه د لویانو له کټګورۍ، ۱۲ د ځوانانو او ۲۰ تنه د کوچنیانو له کټګوریو څخه د کابل ښار د جمناستیک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د کابل د سیالیو په پایله کې ۱۵ تنه د لویانو له کټګورۍ، ۱۲ د ځوانانو او ۲۰ تنه د کوچنیانو له کټګوریو څخه د کابل ښار د جمناستیک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

بل لوبغاړی باسط هم د امکاناتو له کمي شکایت کوي. هغه وايي، چې د لازمو امکاناتو د نه لرلو په صورت کې د ځینو لوړو حرکتونو ترسره کولو د لوبغاړو د ژوبلېدو او حتی مړینې سبب کېدای شي.

باسط همدارنګه هیله لري چې امکانات ورته برابر شي "تر څو بهرنۍ لوبي هم ترسره کړو."

د جمناستیک لوبو روزونکې هم د لوبغاړو د امکاناتو د نشتوالي خبره بدرګه کوي. د دوی په خبره که امکانات ورته برابر شي، لیرې به نه وي چې افغان ځوانان په نړیواله کچه ښې لاسته راوړنې ولري.

د کابل د جمناستیک په سیالیو کې نږدې ۱۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
د کابل د جمناستیک په سیالیو کې نږدې ۱۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و.

د جمناستیک روزونکي هیبت الله صالحي امریکا غږ ته د کابل د وروستیو سیالیو د ارزښت په اړه وویل: "دغه لوبې د ځوانانو لپاره اړینې دي، دوئ کولای شي انګیزه او مورال تر لاسه کړي او د خپلو تجربو په مټ کولایشي چې پر لویو سټیجونو ښه لاسته راوړنې ولري."

بلخوا د جمناستیک فدراسیون چارواکي د ستونزو د حلولو د ژمنې تر څنګ وايي چې په نژدې راتلونکې کې به د جمناستیک لوبغاړو ته په ایران او یا اوزبیکستان کې تمریناتې کمپ جوړ کړي.

د جمناستیک فدراسیون فني مرستیال محمد فهیم قیومي امریکا غږ ته وویل: "موږ د ایران او ازبکستان سره په تماس کې یو او په نژدې راتلونکې کې به خپلو لوبغاړو ته د اسیاء په کچه یو کیمپ ورته جوړ کړو او ټول لوبغاړي به هلته د تمرینونو په موخه ولاړ شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG