د لاس رسي وړ اتصالات

د تکواندو افغانې لوبغاړې د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه


د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک لوبې
د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک لوبې

د تکواندو افغانې لوبغاړې ذکیې خدادادي د پنجشنبې په ورځ ۲۹ (سنبله اتمه) د پاریس د پارالمپیک په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

خدادادي په دغو سياليو کې د پناه غوښتونکو په لوبډلې کې ده او د ۴۴ او ۴۸ کیلیو وزن په سیالیو کې یې برخه اخیستې وه.

هغه په دغو سیالیو کې د کیوبا او ترکیې لوبغاړو ته ماتې ورکړې، خو په اوزبیکستانۍ لوبغاړې یې وبایلله. د هغې مراکشۍ سیاله ژوبله شوې وه او لوبې ته حاضره نه شوه.

د پارالمپیک مسئولینو په خپل رسمي ایکس حساب کې د خدادادي تصویر خپور کړی او د هغې دا بری یې «تاریخي» بللی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د دغې افغانې تکواندو بازې د بري مبارکي ورکړې ده. دغې ادارې ویلي دي: «ستاسو لاس ته راوړنه د ژوند په بدلون کې د ورزش د نه باور کېدونکي ځواک ښکارندوی دی.»

ذکیه خدادادي ۲۵ کلنه ده او وايي‌ چې له نهه کلنۍ څخه راهېسې تکواندو کوي. هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته په فرانسه کې اوسیږي.

نوموړې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې غړې شوه او په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې یې یو شمېر مډالونه ګټلي.

خدادادي د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۴مه، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دویمې کلیزې یوه ورځ مخکې د اروپا د پاراتکواندو د سرو زرو مډال وګاټه او په دې وتوانیده چې د دې سیالیو په وروستي پړاو کې خپلو ترکي او اوکرایني سیالانو ته ماتې ورکړي او اتله شي.

ذکیه خدادادي په ۲۰۲۱ کال کې دوهمه افغانه وه چې د جاپان د پارالمپیک په سیالیو کې یې هم ګډون کړی. د پاریس پارالمپیک لوبې چې پرون په شاندارو مراسمو سره پیل شوې، ۱۱ ورځې به روانې وي، چې په کې د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه ۴۴۰۰ ورزشکاران په ۲۲ سپورتي برخو کې ګډون لري.

هغې همدغه راز د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو مشعل هم لېږدوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG