د لاس رسي وړ اتصالات

چین ازموینو کې د نقل د مخنیوي لپاره ډرون کاروي


چینایي زده کوونکي
چینایي زده کوونکي

د چین د معارف چارواکي په امتحان کې د نقل د مخنیوي لپاره د څیرې پېژندنې له تکنالوژۍ او ډرونونو څخه کار اخلي.

د چین د معارف وزارت په دغه هېواد کې د کانکور په آزموینه کې د زده کوونکو له خوا د نقل کولو د مخنیوي لپاره له پرمختللې تکنالوژۍ کار اخلي.

په تیرو څو کلونو کې زده کوونکو د پنسل پاکونو، کمربندونو او ساعتونو په بڼې جوړو شوو جعلي بیسیم وسیلو څخه د نقل کولو لپاره استفاده کوله، ځینو آن د تیلیفون له ګوشکیو څخه د امتحان له صحنې بهر کسانو سره د نقل کولو لپاره تماسونه نیول. چارواکو هم پریکړه وکړه چې په پرمختللې تکنالوژۍ د دې ډول نقلونو مخه ونیسي.

سږ کال د کانکور د آزموینې د اخیستو په مرکزونو کې، د فلزاتو د کشف آلې، د څېرې او ګوتو د نښان د پېژندنې تکنالوژي، د تلیفون د سیګنالونو جام کوونکي، بیسیم کشفي آلې او آن ډرونونه د نقل د مخنیوي لپاره ځای پرځای شوي.

د کانکور د امتحان له شروع کېدو مخکې امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ ( جون۶) د ټول چین په سطحه ۵۲ کسه د نقل کولو په تور ونیول. د نقل کوونکو او نقل ورکونکو جزا اووه کاله زندان دی.

نقل کول د امتحان په هغو پارچو کې ډیر دي چې د ریاضي او انګلیسي په شان څو انتخابه پوښتنې په کې شوي وي. د مقاله لیکنې په پارچه کې بیا نقل کول مشکل وي او زده کوونکي مغشوشوي.

مقاله لیکنه د چینې ژبې د امتحان مهمه برخه جوړوي او عنوان یې د چین په هر ولایت کې فرق کوي. په بیجینګ کې سږکال باید زده کوونکي په ۲۰۴۹ کال کې د چین د وضعیت او یا یې له نړۍ سره د اړیکو په هکله خپل لیدلوري ولیکي، په دغه کال د چین د ولسي جمهوریت د تاسیس ۱۰۰کاله پوره کیږي.

په نهو ولایتونو کې زده کوونکو ته ویل شوي چې د حلقوي سرکونو د ابتکار، د ډیر سرعت لرونکي ریل ګاډي سیستم په شان په نورو کلیدي ټکو چین بهرنیانو ته معرفي کړي، د دغې مقالې مقصد د زده کوونکو د اقتصادي تمایلاتو د معلومولو آزمویل ښودل شوي.

د جینګسو په ولایت کې له زده کوونکو غوښتل شوي چې د موټرو په هکله او د ژینجنګ په ولایت کې بیا د کتابونو په هکله د ۸۰۰ کلمو درلودونکې مقالې ولیکي.

XS
SM
MD
LG