د چین چارواکو د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي دویم) وویل چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن لخوا د تایوان لپاره د ۵۷۱.۳ میلیون ډالرو دفاعي مرستې له تصویب سره "کلک مخالفت" کوي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ وویل چې جو بایډن د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ته د دفاعي خدماتو او نظامي روزنې له بودجې څخه له تایوان سره د مرستو لپاره د ۵۷۱.۳ میلیون ډالرو د اخیستلو اجازه ورکړې ده.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې هم سپینې ماڼې له تایوان سره د ۵۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت نظامي مرستې منظور کړې وې.
تېره اونۍ د تایوان دفاع وزارت خبر ورکړ چې ۳۸ ابرامز ډوله امریکايي ټانکونه ورته سپارل شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل: "دغه اقدام په کلکه د چین ملي حاکمیت او امنیتي ګټې نقضوي."
د تایوان په چارو کې د دغه وزارت ځانګړي دفتر ویلي چې د متحده ایالاتو دا اقدام له "خپلواک تایوان" څخه د ملاتړ نه کولو په اړه د امریکا د مشرانو له ژمنو سره په ټکر کې دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژو فلینګیان وویل: "موږ له متحده ایالاتو څخه غواړو ترڅو تایوان ته د وسلو ورکولو بهیر ژر ودروي او په دې برخه کې له احتیاط کار واخلي."
متحده ایالات تایوان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت نه پېژني خو د دغه ټاپو یو ستراتیژیک متحد او د نظامي مرستو لوی ملاتړی دی.
بیجینګ چې پر تایوان باندې د مالکیت ادعا لري وايي د چین له خاورې سره د دغه ټاپو د بیرته یوځای کولو لپاره به د نظامي ځواک په ګډون له ټولو لارو څخه کار واخلي.
فورم \ دبحث خونه