د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي که متحده ایالات او چین په ګډه کار وکړي، "ډیر ستر څیزونه" تر لاسه کولی شي.
وانګ یي دا څرګندونې په سیمه ایز وخت سه شنبه ډسمبر ۱۷ مه ( لیندۍ ۲۷) کړي او تر څنګ یې د تایوان په شان موضوعاتو کې د متحده ایالاتو د "خامې لاسوهنې" په هکله خبرداری هم ورکړی.
د چین دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات چې په بیجنګ کې یې د خپل هیواد تیر یو کلن دیپلوماتیک فعالیت او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات ورکول، وویل چې د واشنګټن په هکله د دې هیواد پالیسي نده بدله شوې.
او زیاته یې کړه چې د مخدره موادو د مخنیوي لپاره د اقتصادي کاري ډلو له همکارۍ څرګندیږي چې که " چین او متحده ایالات همکاري وکړي، مونږ به ډیر ستر شیان تر لاسه کړو".
سره لدي چي د نړۍ دا دوه تر ټولو ستر اقتصادي هیوادونه د ټکنالوژۍ، بشري حقونو او تایوان ټاپو په ګډون د یو شمیر موضوعاتو په هکله جدي اختلافات لري، خو دواړه هیوادونه وخت ناوخته په ګډې همکارۍ هم ټینګار کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې ورځې په وینا کې یو ځل بیا په تایوان کې د متحده ایالاتو "غیر قانوني او بې موجبه کنټرول" په هکله خبرداری ورکړ او دا یې د چین په کورنۍ مسایلو کې د امریکا "خامه لاسوهنه" وبلله.
هغه زیاته کړه، " مونږ باید ټینګ او قوي ځواب ووایو، په ټینګه د خپلو مشروع حقونو او ګټو دفاع وکړو او د نړیوال اړیکو اساسي اصول خوندي کړو".
چین د تایوان ټاپو د خپلې خاورې برخه بولي او په پرله پسې توګه یې دا خبرداري ورکړي چې یوه ورځ به دا ټاپو په زور د ځان سره یو ځا کړي خو بل پلو بیا واشنګټن د تایوان سره نظامي او نورې مرستې کوي چې د چین په مقابل کې د خپل ځان دفاع وکړی شي.
د چین د بهرنیو چارو وزرات داسې مهال د واشنګټن سره د همکارۍ خبر کوي، چې ټاکل شوې څه باندې یوه میاشت وروسته ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس وټاکل شي.
ټرمپ وار د مخه خبرداری ورکړی چې د چین په وارداتو به ګمرګي تعرفې ډیروي.
فورم \ دبحث خونه