د لاس رسي وړ اتصالات

چارلس دریم په دودیزو مراسمو کې په رسمي ډول د بریټانیا پادشاه شو


د بریټانیا نوی پادشاه چارلس دریم
د بریټانیا نوی پادشاه چارلس دریم

د بریټانیا د ملکې الیزابیت دویمې له مړینې دوه ورځې وروسته د هغې زوی چارلس دریم د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږي ۱۹) په یو لړ دودیزو مراسمو کې په رسمي ډول د بریټانیا پادشاه شو.

چارلس اوه لسیزې د خپلې مور ملکې الیزابت وارث وو او د پنجشنبې په ورځ د هغې تر مړینې وروسته په اتومات شکل د یاد هیواد پادشاه شو.

په دغو مراسمو کې چې د بریټانیا د لندن په سنټ جیمز ماڼۍ کې جوړ شوي وو د بریټانیا د اوسنۍ صدراعظمي لیز تراس په ګډون د یاد هیواد یو شمیر جګپوړي اوسنیو او پخواني سیاسیتوالو ګډون کړی و.

دغو چارواکو پرته له دې چې چارلس وګوري، نوموړي ته په رسمي ډول د پادشاه لقب ورکړ.

وروسته بیا پادشاه هم د خپل بیان د وړاندې کولو لپاره له دغو چارواکو ورسره یوځای شو او ویې ویل، د پادشاه په توګه به په خپلو کارونو کې د خپلې مور "هیله بښونکی مثال" تعقب کړي.

نوموړي څرګنده کړه: « زه په بشپړ ډول له هغه ستر حاکمیتي میراث، وظایفو او مسولیتونو څخه خبر یم چې اوس زما پر غاړه دي.»

د جمعې اطلاعاتو مخکې، پر تخت د نوي پادشاه د کنیولو مراسم د بریټانیا په اساسي قانون او تشریفاتو کې مهم ګڼل کیږي.

نوي پادشاه په رسمي ډول یو شمیر حکمونه تائید کړل چې یو پکې د عمومي رخصتي په توګه خاورو ته د هغه د مور د سپارلو ورځ ده. که څه هم تر اوسه خاور ته د ملکې د سپارلو د دولتي مراسمو رسمي ورځ اعلان شوې نده خو تمه ده چې د سپټبر د ۱۹ په شاوخوا کې وي.

په ۱۹۵۲ میلادي کال کې پر تخت د ملکې په توګه د الیزابت دویمي له کینولو وروسته، دا لومړی ځل وو چې د واک د لیږد دا ډول دودیز مراسم جوړ شول.

په دې مراسمو کې له چارلس سره د هغه میرمنې کامیلا او مشر زوی شهزاده ویلیم هم ملتیا کوله. اوسمهال شهزاده ویلیم د تخت او پادشاهۍ وارث دی کوم چې له ډیره وخته د ولز شهزاده دی.

دغه مراسم په لندن کې د سنټ جیمز ماڼۍ له یو بالکن څخه د یو سلطنتي مقام له خوا د پادشاه په توګه د چارلس دریم له اعلان وروسته، پای ته ورسیدل.

دا په تیرو پیړیو کې لومړی ځل وو چې خلک په رسمي ډول د پادشاه د تائید کیدو د مراسمو شاهدان وو.

د بریتانیا ملکه الیزابیت دوهمه، د پنجشنبې په ورځ سپتمبر اتمه (وږي ۱۷) د ۹۶ کلونو په عمر له ۷۰ کلونو سلطنت وروسته مړه شوه.

ډیری بریټانویان د ملکې الیزابت دویمې مړینه د بې ثباتۍ تجربه بولي. ملکه په داسې حال کې مړه شوه چې زیات شمیر بریټانویان د انرژۍ له کړکیچ، د ژوند کولو له لوړ قیمت، په اوکراین کې له جګړې او د بریګزیت "اروپایي ټولنې څخه د وتلو" د عواقبو سره مخ دي.

بریټانیا له دې پيښې مخکې په سیاسي رهبري کې هم د تغیر شاهده وه، ملکې د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۶ میرمن لیز تراس په رسمي دول د هغه هیواد د نوې صدراعظمې په توګه وټاکله.

XS
SM
MD
LG