د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او کاناډا ترمنځ سرحد کې یو موټر چاودېدلی او دوه تنه وژل شوي


د کاناډا او امریکا ترمنځ سرحد
د کاناډا او امریکا ترمنځ سرحد

امریکايي مقامات وايي چې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) د متحدو ایالتونو او کاناډا ترمنځ سرحد کې د نیاګرا فالس ځړوبیو (ابشار) ته نژدې یو موټر چاودېدلی دی او دوه تنه وژل شوي دي.

له دغې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد تړل شوی او له کبله یې د «شکرانې» د ورځې د اوږدې رخصتۍ په درشل کې امنیتي خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د نیویارک والۍ کتي هوچل په دغې پېښې کې د دوو کسانو مړینه تائید کړې ده او ویلي دي چې داسې کومه نښه نشته چې وښيي دا کوم «ترهګریز» برید و.

تر دې دمه د وژل شویو کسانو هویت معلوم نه دی خو هوچل وویل چې ښکاري موټر د نیویارک له لویدیځ څخه تللی وي. چاودنه د « بوډۍ ټال» په نوم پل باندې شوې ده، خو مسئولینو ټول سرحد تړلی دی.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر جو بایډن ته په دې اړه خبر ورکړل شوی دی او هغه وضعیت څاري.

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو ویلي‌ دي چې دا « یو جدي وضعیت» دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG