د لاس رسي وړ اتصالات

د مرکزي امریکا څخه متحده ایالاتو ته د راتلونکو کډوالو لپاره د واشنګټن نوی پلان


د نوي پلان هدف دا دی چې پنا غوښتونکي د متحده ایالاتو د سرحد څخه لیرې وساتل شي.
د نوي پلان هدف دا دی چې پنا غوښتونکي د متحده ایالاتو د سرحد څخه لیرې وساتل شي.

متحده ایالاتو تیره میاشت په کولمبیا، کاستا ریکا او ګواتیمالا کې د هغو پنا غوښتونکو لپاره چې ښایي د همدې هیوادونو څخه امریکا ته د راتګ پلان ولري، د کډوالۍ د چارو د طی مراحل مراکز پرانیستل تر څو پدې سره وکړی شي پنا غوښتونکي د سرحد څخه هر څومره لیرې چې امکان ولري، وساتل شي.

د مرکزي امریکا د لارې لس ګونه زره کسان د ویزې پرته متحده ایالاتو ته د داخلیدو کوښښ کوي خو د نوي پلان له مخې چې (خوندي خوځښت) نومیږي پداسې حال کې د پنا غوښتونکو لپاره قانوني لارې چارې پرانیستل کیږي چې د متحده ایالاتو د سرحد څخه به لیرې وي.

دا نوی پروګرام د تیرې مې میاشتې په ۱۱ مې وروسته تر هغه پیل شو چې د (Title 42) په نامه پروګرام پای ته ورسید. د دې پروګرام له مخې امریکایي پولیسو اجازه درلوده چې کډوال د سرحد څخه بیرته په چټکه توګه وشړي او د پنا غوښتو لپاره فرصت ورنکړل شي.

دا قانون د کرونا وبا د خپریدو څخه وروسته د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومتدارۍ کې د لومړي ځل لپاره پیل شو خو موده یې تیره میاشت پای ته ورسیده.
د نوي پلان له مخې هغوي چې غواړي په متحده ایالاتو کې د پنا اخیستو لپاره خپل اسناد وسپاري باید لومړی پدې ویب سایټ (movilidadsegura.org) کې د مرکې لپاره وخت واخلي. دا ویب سایټ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا چلول کیږي.

د کډولۍ د طی مراحل پدې مرکزونو کې د پنا غوښتونکو سره تر مرکې کولو وروسته هغوي متحده ایالاتو، کاناډا او یا هسپانیې ته په قانوني توګه استول کیږي.

امریکایي چارواکو دا نوی پروګرام یوه کامیابي بللې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي وویل چې دا پروګرام د مهاجرینو لپاره قانوني شرایط برابروي چې هغوي وکړی شي د دې پر ځای چې په غیر قانوني او خطرناکو لارو امریکا ته راشي، د راتګ لپاره ویزې واخلي او په قانوني توګه راشي.

پدې تازه وخت کې د جنوبي امریکا د هیوادونو په ځانګړې توګه د ونزویلا او ایکواډور څخه متحده ایالاتو د کډوالو شمیر ډیر شوی او ډیری دا کډوال د کولمبیا او پاناما د ځنګلونو څخه راتیریږي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې اټکل شوی چې په روان ۲۰۲۳میلادي کال کې له همدې لارې څه باندې ۱۰۰ زره کسان تیر شوي چې تیر کال په پرتله شپږ چنده ډیروالی پکې راغلی.
امریکایي چارواکي وایي دا نوی پروګرام به کډوالو ته دا آسان کړي چې آیا هغوي متحده ایالاتو ته د تګ لپاره په قانوني شرایطو برابر دي او که نه او دا چې په خطرناکو لارو د راتګ له کبله چې قاچاقبران پکې ډیرې پیسې پیدا کوي، ځانونه او کورنۍ په خطر کې وانچوي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې یوازې د مکسیکو څخه ۱۶۰ زره کسانو کوښښ کړی و چې متحده ایالاتو ته واوړي.

پدې نوي پروګرام به کډوال په هماغه هیواد کې پاتې وي چې پنا اخیستو لپاره ورسره مرکه شوې خو امریکایي چارواکي وایي هیڅ ضمانت نشته چې ویزې به یې ومنل شي.

XS
SM
MD
LG