د لاس رسي وړ اتصالات

د حوثیانو بریدونه؛ امریکا د سره سمندرګي د امنیت دپاره د چین ناڅرګند دریځ ننګولی


حوثي یاغیانو د نومبر په میاشت کې د عدن په خلیج او سره سمندرګي کې په کښتیو بریدونه پیل کړل. یاغیانو ویلي چې دغه بریدونه په غزه کې د فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو دپاره کوي. 
حوثي یاغیانو د نومبر په میاشت کې د عدن په خلیج او سره سمندرګي کې په کښتیو بریدونه پیل کړل. یاغیانو ویلي چې دغه بریدونه په غزه کې د فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو دپاره کوي. 

د متحده ایالاتو پوځ وايي، د یمن د حوثي یاغیانو له خوا وار شوي توغندي د چهارشنبې په ورځ مارچ ۶ (کب ۱۶) د عدن په خلیج کې یوه بار وړونکې بېړۍ په نښه کړه، چې د بیړۍ د عملې درې کسان یې ووژل او لږ تر لږه څلور نور یې ټپیان کړل.

د ایران ملاتړې حوثي یاغي ډله له څو میاشتو راهیسې د عدن په خلیج او سره سمندرګي کې سوداګریزې کښتۍ په نښه کوي او تراوسه یې په لسګونو بار وړونکې کښتۍ په توغندیو ویشتلي دي.

دا اوبه د سوداګریزو مالونو د لیږد مهمه لار بلل کیږي چې د اسیا او اروپا ترمنځ ۴۰ سلنه سوداګري له همدې لارې ترسره کېږي.

د امریکا او برېتانیا په شمول ګڼ هېوادونه ددغو اوبو د امنیت لپاره هڅه کوي خو چین د نړیوالو په ایتلاف کې ناسوب دی.

په همدې اړه تېره اونۍ د امریکا په سنا کې یوه استماعیه غونډه بلل شوې وه.

جمهوري غوښتونکي سناتور میټ رامني وویل، امریکا په سیمه کې حضور لري او هلته امریکایان په خطر کې دي. هغه زیاته کړه: "فکر کوم چې چین په سور سمندرګي کې د سوداګرۍ د بندېدو له وجې تر ټولو اغېزمن شوی خو دغه هېواد ځان ګوښه کړی او داسې عمل کوي لکه د ټولو ملګری چې وي."

بل جمهوري غوښتونکی سناتور ټاډ ینګ وویل: "موږ په یو رېښتيني امنیتې کړکېچ کې یو چې په سیمه کې د ډېرو لپاره یو اقتصادي او ډپلوماتیک کړکېچ کڼل کېږي خو چین په دې برخه کې دریځ نه دی څرګند کړی."

حوثي یاغیانو د نومبر په میاشت کې د عدن په خلیج او سره سمندرګي کې په کښتیو بریدونه پیل کړل. یاغیانو ویلي چې دغه بریدونه په غزه کې د فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو دپاره کوي.

دا لومړی ځل دی چې پر بیړیو باندې په دغو بریدونو کې مرګ ژوبله پېښیږي.

د امریکا او بریتانیا پوځیانو په یمن کې د حوثیانو پر ضد څو بریدونه کړې دي ترڅو وسله تون او د رادار سیستمونه یې له منځه یوسي. خو امریکايي مقاماتو په دغو نړیوالو هڅو کې د چین د نه موجودیت په اړه پوښتنې کړي دي.

د یمن لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټیم لېنډرکېنګ وويل: "موږ په دې برخه کې د بې پروايي شاهدان یو چې دا په هیڅ صورت د منلو نه ده. کله چې موږ د یوې نړیوالۍ ستونزې په اړه چې نړیوالې حل لارې ته اړتیا لري، خبرې کوو، چین ته اړتیا لرو چې د پام وړ ونډه پکې واخلي."

په دې وروستیو کې په واشنګتن کې د چین د سفارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې په ټوله کې چین چمتو دی چې د ټولو غاړو سره د نړیوالو انتقالاتو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

د راپورونو له مخې، چین د فبرورۍ په ۲۱مه خپله یوه کښتۍ خلیج ته استولې خو امریکا غږ او نورې رسنۍ پدې ندي توانیدلي چې سره سمندرګي ته ددغې کښتۍ رسېدل تائید کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پټ رایډر وویل: "موږ به د چین رغنده رول ته هرکلی ووایو خو زما په اند دوی تراوسه داسې عملیات نه دي کړي چې د نړیوالو انتقالاتو د خوندیتوب سره مرسته وکړي."

کارپوهان خبرداری ورکوي چې چین په تېرې لسیزې کې د نړیوالو ستونزو د حل لپاره د مرستې هڅه کړې خو دا کار یې تل د رښتینولۍ پر بنسټ نه ولاړ نه دی.

د بروکینګز څېړنیزې ادارې غړی مایکل اوهانلن وویل: "داسې د باور وړ توضیحات شته چې دوی به کښتۍ یوازې زموږ د راکټونو د فعالیت او د ډرون د تعقیبولو په اړه د استخباراتي معلوماتو راټولو لپاره لېږي."

چین د ایران د اومو تېلو د پېردونکي په توګه یو څه نفوذ لري خو تراوسه یې داسې څه ندي کړي چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو د حوثیانو د بریدونو مخه ونیسي.

حوثیان وایي چې د چین او روسیې کښتۍ د سرې بحېرې نه په خوندي توګه تېرېدی شي خو د روسیې یو ټانکر چې تېل یې لېږدول، د روان کال په لومړیو کې وویشتل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG