د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا : ایراني جاسوسان په یمن کې د حوثیانو سره په بریدونو کې مرسته کوي


ټیم لینډرکینګ د یمن لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی دی.
ټیم لینډرکینګ د یمن لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی دی.

د یمن لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټیم لینډرکنګ سه شنبه فبروري ۲۷ (کب اتمه) وویل چې په یمن کې ایراني او د لبنان حزب الله ډلې جاسوسان په نړیوالو کښتیو باندې بریدونو کې د حوثي یاغیانو سره مرسته کوي.

ښاغلي لینډرکینګ د متحده ایالات سنا یوې کمیټې په استماعیه غونډې کې وویل چې د "ایران ملایي دولت د حوثیانو بریدونو ته تجهیزات او آسانتیاوې ورکوي".

د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي وویل چې د "اعتباري عامه راپورونو څخه معلومیږي چې د پام وړ شمیر ایراني او د لبنان حزب الله جاسوسان په یمن کې دننه د حوثیانو سره په بریدونو کې مرسته کوي".

د یمن لپاره د امریکا دې استازي وویل چې "تصور هم نشي کولی د یمن ولس پخپل هیواد کې ایرانیان غواړي" او زیاته یې کړه باید مخه یې ونیول شي.

د ایران حکومت تر دې دمه د دې امریکایي چارواکي په څرګندونو تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې حوثیانو دا بریدونه د ایران د مرستې پرته په خپلواکه توګه کوي.

دا لومړی ځل ندی چې واشنګټن په سرې بحیرې کې د حوثي یاغیانو په بریدونو کې د ایران لاس لرلو په هکله څرګندونې کوي.

سپینې ماڼۍ تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ویلي چې ایران په سرې بحیرې کې په د حوثي یاغیانو لخوا په کښتیو د بریدونو په پلان جوړولو کې "په ژوره توګه" لاس لري او په کښتیو د برید کولو لپاره حوثي یاغیانو ته یې استخباراتي معلومات ورکول یې مهم نقش لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې آدرین واټسن په یوې اعلامیې کې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه چې حوثي یاغیانو یې د کولو ادعا کړې ویلي، "مونږ پوهیږو چې ایران د دې عملیاتو په پلان جوړلو کې په ژوره توګه لاس لري".

میرمن واټسن په اعلامیې کې ویلي چې ایران د پخوا راهیسې د حوثي یاغیانو سره د موادو مرستې کوي او په سیمې کې د هغوي "بې ثباته کوونکي کړنې هڅوي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا موضوع "نړیواله ستونزه ده او ټولیز عمل ته اړتیا لري.

خو ایران بیا د متحده ایالاتو لخوا پورې شوي تورونه رد کړي او وایي چې حوثیان دا بریدونه د ایران د مرستې پرته کوي.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه په غزې کې د حماس په ملاتړ کوي او تر هغې به ادامه ولري چې اسرائیل غزې کې جګړه نه وي بنده کړې.

سره لدې چې متحده ایالاتو، بریتاینې او څو نورو هیوادنو په سرې بحیرې کې په سوداګریزو او نورو کښتیو د حوثیانو بریدونو بندیدو په خاطر ائتلاف جوړ کړی او څو ځله یې په یمن کې د دې ډلې په مرکزونو، توغندیو سیسټیمونو او بې پېلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کړي خو د یمن لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د سنا په مجلس کې ومنله چې د حوثیانو د بریدونو مخه نده نیول شوې.

ښاغلي لینډرکینګ وویل چې حوثیانو په عامه توګه اعلان کړی چې دا بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو چې په غزې کې اوربند نه وي شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG