د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: د حوثيانو دوه بې پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې؛ حوثیان: د اوبتلونو پر مټ بریدونه کوو


حوثي یاغیانو د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په سور سمندرګي کې د حماس په ملاتړ خپل بریدونه پیل کړل. عکس- ارشیف
حوثي یاغیانو د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په سور سمندرګي کې د حماس په ملاتړ خپل بریدونه پیل کړل. عکس- ارشیف

د فرانسې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۲ (کب دریمه) وویل چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د یمن د حوثي یاغیانو دوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) چې په سور سمندرګي کې یې پر کښتیو د برید پلان درلود، نسکورې کړې دي.

د فرانسې سمندري ځواک چې په دغه سیمه کې دوه جنګي بېړۍ لري، په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د پنجشنبې شپې ناوخته یې د سور سمندرګي په اوږدو کې د حوثي یاغیانو دوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) او همدارنګه د سه شنبې په شپه یې دوې نورې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

په ورته وخت کې د یمن حوثي یاغیانو د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د بار وړونکو کښتیو او د بیمې شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل، امریکا او انګلستان پورې اړوند کښتۍ باید د سور سمندر، عدن خلیج او د عمان په سمندر کې تګ راتګ ونکړي. حوثیانو همداراز ویلي، چې دوی به په یادو سیمو کې پر کښتیو باندې په بریدونو کې "د اوبتلونو" څخه کار واخلي.

د دغې ډلې لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې هغه کښتۍ چې په بشپړه يا جزوي توګه د اسرائيلي اشخاصو او ادارو ملکیت وي او همدارنګه د اسرائيل بيرغ لرونکې کښتۍ، هغه کښتۍ چې د امريکايي او بریتانوي اشخاصو يا ادارو اړوند وي، په سور سمندرګي، عدن خلیج او د عرب په سمندر کې له تګ راتګ څخه منع دي.

د حوثي یاغیانو مشر، عبدالمالک الحوثي په یو ټلویزیوني وینا کې وویل:"په سور او عربي سمندر، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې زموږ عملیات نه یواځې اغیزمن او دوام لري، بلکې ورځ تر بلې به زیاتیږي.‌" خو هغه په اوبتلونو کې د کاریدونکو وسلو په اړه جزئیات ورنه کړل.

حوثي یاغیانو د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې د تیر کال د نومبر له نیمایي راهیسې په سور سمندرګي کې خپل بریدونه د حماس په ملاتړ پیل کړل. حوثي یاغیانو د سورسمندر په جنوبي برخه کې د باب المندب له تنګي څخه پر تیریدونکو کښتیو د بریدونو له لارې د سوداګرۍ نړیوال سیستم ګډوډ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا په ملکي بار وړونکو کښتیو باندې د ایراني پلوه حوثي یاغیانو بریدونه په کلکه وغندل.

په اعلامیه کې راغلي: "په ملکي کښتیو د حوثي یاغیانو غیر مسؤلانه او بې توپیره بریدونه نه یواځې د بې ګناه ماڼوګانو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې سمندري تجارت ګډوډوي او د سیمې امنیت او ثبات په زیاتېدونکي ډول ګواښي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د حوثیانو دغه چلند "ترهګریز" وباله او زیاته یې کړه: "له بده مرغه د حوثیانو بریدونه ناوړه انساني او اقتصادي پایلې لري. دا بریدونه د توکو بیې لوړوي او همدارنګه هغو سیمو ته چې حیاتي بشري توکو لکه خوراک او درملو ته اړتیا لري، ددغو توکو رسول له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي."

اعلامیې کې تینګار شوې چې د حوثیانو د ادعاوو پر خلاف، د هغوی بریدونه له فلسطینیانو سره مرسته نه کوي.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د یمن حوثي یاغیان د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره د ملاتړ او پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې د امریکا د کښتیو په ګډون پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.

دغو یاغیانو ګواښ کړی دی چې تر هغو به پر کښتیو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیل عملیات بند نه شي.

د حوثي یاغیانو له خبرداري سره سم، د بریتانیا سمندري سازمان د یمن په جنوبي ساحل کې پر یوې بار وړونکې کښتۍ د توغندیو د برید خبر ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د یمن جنوبي ساحل ته څیرمه پر یوه بار وړونکې کښتۍ د توغندي له لګیدو وروسته،‌ دغه کښتۍ اور واخیست.

د یمن د حوثي یاغیانو بریدونو یوه ترانزیتي لاره له ګواښ سره مخ کړې چې له دې لارې د نړۍ تر ۱۲ سلنې سوداګري ترسره کیږي، او متحده ایالات یې دې ته هڅولي چې په سور سمندرګي کې د بېړیو د ساتنې لپاره یو ګڼ ملتیز سمندري ځواک جوړ کړي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۹مه، په سور سمندرګي کې د یمني پلوه حوثي یاغیانو له بریدونو څخه د کښتیو د ساتنې په موخه خپل ماموریت په رسمي توګه پیل کړ.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رويټرز خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG