د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په یمن کې د امریکا او بریتانیا بریدونه شخړه نوره هم زیاتوي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو په مرکزونو او ځایونو باندې د متحدو ایالتونو او بریتانیا بریدونه غندلي او وايي دا بریدونه په سیمه کې "شخړه نوره هم زیاتوي".

امریکا او بریتانیا تېره ورځ په یمن کې د حوثي‌ یاغیانو په ۱۸ مرکزونو او سیمو بریدونه وکړل. دا بریدونه په سرې بحیرې کې په تجارتي او امریکا په بحري بېړیو باندې د حوثيانو د بریدونو په ځواب کې شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: «امریکا او بریتانیا غواړي په دا ډول بریدونو سره په سیمه کې شخړې او کړکیچونه نور هم زیات او د بې ثباتۍ لمنه پراخه کړي.»

نوموړي وویل چې په دا ډول بریدونو سره هېڅ هم نه شي ترلاسه کېدای، ده په امریکا او بریتانیا باندې هم انتقادونه وکړل چې په غزې کې یې د اسرائيل د بریدونه د مخنیوي لپاره عملي اقدام نه دی کړی.

خو امریکا، د قطر او مصر په منځګړتوب هلې ځلې کوي چې د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند وشي. په مخکني اوربند کې هم د امریکا مهمه ونډه لرله.

حوثي یاغیان وایي تر څو پورې چې اسرائیل په غزې باندې خپل بریدونه بند کړي نه وي، دوی به په سرې بحیرې کې په تجارتي کښتیو باندې بریدونه کوي او دا کار د فلسطینانو په ننګ کوي.

ایران د حماس ملا تړي دی خو د تېرکال د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې خپله هر ډوله مداخله ردوي. دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې په سیمه کې هم شخړې زیاته شوې او په لبنان،‌عراق، سوریې اویمن کې د ایران ملاتړې ډلې هم په کې دخېلې شوي دي.

په یمن کې په حوثي یاغیانو باندې د شنبې د ورځې له بریدونو وروسته د امریکا د دفاع وزیر لوید استن وویل چې امریکا به «په نړیواله کچه د اوبو په یوې تر ټولو بوختې لارې کې د تجارت د ازات تګ راتګ او د ژوند څخه د دفاع په اړه په اقدام کولو کې، چې ضرورت یې دی، هېڅ زړه نا زړه» نه شي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، ایران وايي چې په سیمه کې د ځینو اسلامي‌ ډلو حمایت کوي، خو دا ډلې په خپلو کارونو کې خپلواکې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG