د لاس رسي وړ اتصالات

بوکوحرام؛ ترور بې نقابه شو - ۳


د بوکوحرام د نایجېریا په شمال کې د خپل حاکمیت د ټنیګښت په موخه له غیر شرعي تګلارو څخه ګټه اخلي
د بوکوحرام د نایجېریا په شمال کې د خپل حاکمیت د ټنیګښت په موخه له غیر شرعي تګلارو څخه ګټه اخلي

په نایجېریا کې د اوو کلنو شخړو په اوږدو کې تر اتلس زرو ډیر کسان وژل شوي دي. دغه کسان د بوکوحرام ترهګرې ډلې او د نایجېریا د حکومتي ځواکونو د نښتو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بوکوحرام ترهګره ډله د نایجېریا په شمال کې د خپل حاکمیت د ټنیګښت په موخه له غیر شرعي تګلارو څخه ګټه اخلي. دغه ډله د غربیانو په څیر د جامو په تن کول، له دیني زده کړو پرته د عصري علومو زده کول او نورې تیروتنې حرام بولي او هغو کسانو ته سخته سزا ورکوي چې لدغو مواردو سرغړونه وکړي.

د بوکوحرام تر ولکې لاندې سیمو کې ددغې ډلې له تاوتریخوالو او وحشت څخه ويډیو یا عکس اخیستل آسانه چاره نه ده، ځکه دغه ډله د خپلو جنګیالیو د ځاي او ځایګي او د هغوي په لاس د کېدونکو زورزیاتیو په پټ ساتلو کې شهرت لري.

خو امریکا غږ داسې ویډیوګانې ترلاسه کړي چې د بوکوحرام ډلې لخوا ثبت شوي دي. ویډیوګانې د بوکوحرام پر ډلې د یو برید په پایله کې له یو کمپیوټر څخه ترلاسه شوي دي.

په نایجېریا کی د بوکوحرام ترهګرې ډلی د دین او مذهب په نوم د مرګ او ورانیو لویې نښې پریښودلي دي.

خو د اسلام په څېر د سولې دین څنګه دغه ډول وحشت ته اجازه ورکوي؟

د بې دفاع نایجېریایانو پر وړاندې د بوکوحرام ډلې د ظلمونو په اړه د رئپوټو د لړۍ په درېیمه برخه کې به وګورئ چې دیني عالمان د اسلام په اړه د بوکوحرام ډلې نظریات ردوي.

XS
SM
MD
LG