د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې د یرغل کالیزه؛ بایډن په پولنډ کې وینا کوي


سپینه ماڼۍ وايي، د ولسمشر جو بایډن هغې وینا ته تیاری نیسي چې د سې شنبې په ورځ فبروری ۲۱ (کب ۲) پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د یو کال د پوره کېدو په مناسبت به یې په پولنډ کې وکړي او په ترڅ کې به یې د کیف د دفاع دپاره د متحده ایالاتو ژمنې بیا تکرار کړي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي، په دې اړه وویل: "ولسمشر بایډن به دا څرګنده کړي چې امریکا به د اوکراین سره ودریږي. لکه څنګه چې تاسو څو ځله اوریدلي وي، امریکا به تر هغه د اوکراین ملاتړ وکړي چې تر څومره پورې وخت ونیسي."

کربي زیاته کړه چې بایډن به د چهارشنبه په ورځ د بخارست-۹ (B9) د تړون له مشرانو سره هم غونډه وکړي. پدې تړون کې د ختیځې اروپا هغه هېوادونه شامل دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له لوري د کریمیا ټاپووزمې له اشغال وروسته د کرملین له پوځي ګواښ سره مخامخ ګڼل کیږي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې بایډن اوکراین ته د سفر پلان نه لري او نه هم د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وګوري، خو څارونکي وايي چې د دواړو ترمنځ په پولنډ کې د مجلس امکان شته. دواړو مشرانو وروستی ځل د دسمبر په میاشت کې هغه وخت ولیدل چې زیلینسکي واشنګټن ته ناڅاپي سفر وکړ.

څارونکي وايي مسکو د اوکراین د هوډ د ماتولو او د لوېدیځ د صبر د ختمولو لپاره دغه شخړه اوږدوي. اوکراین د ختیځ ملاتړ لري خو روسیه یو قوي اقتصاد لري.

د کوینسي د څېړنیز انسټیټیوټ غړي، جورج بیب، وویل: "موږ د توازن د ترلاسه کولو هڅه کوو چې د اوکراینیانو سره پوره مرسته وکړو چې دوی په دغه جګړې کې بریالي شي. خو څنګه چې ولسمشر بایډن وایي، دا باید داسي وي، چې د دریم نړیوال جنګ خطر رامنځته نه شي."

په داسې حال کې چې لا هم د امریکا په کانګرس کې د اوکراین لپاره پراخ ملاتړ شتون لري، د استازو په جرګه کې ځینې جمهوري غوښتونکي، چې ګوند یې اوس یو څه اکثریت لري، د امریکا د کیف سره د ۴۰ میلیارد ډالرو امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو په اړه پوښتنې کوي.

د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي، ریان زینکي، وویل: "دا جګړه د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو په ملاتړ روانه وی. ولسمشر نه دا پوښتنه کوم چې زموږ پلان څه دی؟ ایا دا نه ختمیدونکې جګړه ده؟ ایا موږ به د وسلو ورکولو ته دوام ورکړو چې موږ نه پوهیږو چې دا واقعا چیرته ځي ، یا دا څنګه کارول کیږي؟ تر کومه حده؟"

نظرپوښتنې ښیې چې نږدې نیمایي امریکایان اوس وايي چې واشنګټن باید د کییف نه وغواړي چې ژر تر ژره سوله وکړي.

XS
SM
MD
LG