د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بایډن پولینډ ته ځي


سپینې ماڼۍ تائید کړه چې جمهور رئیس بایډن به د فبروري په شملې نیټې پولینډ ته ولاړ شي.
سپینې ماڼۍ تائید کړه چې جمهور رئیس بایډن به د فبروري په شملې نیټې پولینډ ته ولاړ شي.

سپینې ماڼۍ جمعه فبروري ۱۰ (سلواغې۲۱) اعلان وکړ چې جمهور رئیس جوبایډن به د روانې میاشتې په ۲۰ مې په رسمي سفر پولینډ ته ولاړ شي او د هغه هیواد د جمهور رئیس اندریزج دودا او د اروپایي هیوادونو د متحدینو سره به وګوري.

ښاغلی بایډن داسې مهال پولینډ ته ځي چې په ګاونډی هیواد اوکراین د روسیې د یرغل څو ورځې کم یو کال پوره کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا سلاکار جان کربي وویل چې د جو بایډن سفر به دا په ډاګه کاندي چې متحده ایالات "تر هغه وخته پورې چې اړتیا یې وي د اوکراین سره ولاړه وي".

سپینه ماڼۍ داسې مهال پولینډ ته د جمهور رئیس بایډن سفر تائیدوي چې روسیې تازه په ټول اوکراین هوایي بمبارۍ کړي. په کیف کې د امریکا غږ یوې خبریالې ویلي چې په عامو خلکو او د عامو خلکو په زیربناوو توغندي لګیدلي او په ځینو ځایونو برښنا پرې شوې.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د روسیې تازه پراخې بمبارۍ د ناټو ټولیز امنیت ته خطر بللی. ښاغلي زیلینسکي په ویډیویي پیغام کې دا بمباري "ترهګري" بللې او ویلي یې دي چې مخه یې نیول کیدی شي او باید چې مخه یې ونیول شي.

د اوکراین مشر زیاته کړه، "تر ټولو ستونزمن وضعیت په خارکیف، خیرسون او زاپوریژیا کې دی. له بده مرغه هلته خلک زیانمن شوي هم دي.

په عین حال کې د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي د روسیې د ۷۱ توغندیو څخه ۶۱ یې ویشتلي او شنډ کړیدي.

جمهور رئیس بایډن داسې مهال پولینډ ته ځي چې تیره اوونۍ حکومت اعلان وکړ چې پر پولنډ یې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د هیمارس د ۱۸ راکټي سیستمونو پلورل، چې مهمات او نور تجهیزات هم پکې شامل دي، منظور کړل کړي.

د امریکا دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په یو بیان کې ویلي د دغو وسلو په پلور سره به نه یوازې د قابلیتونو د لوړیدو په برخه کې د پولنډ اهداف ترلاسه شي بلکې له متحدو ایالتونو او نورو متحدینو سره به د یاد هیواد د همکاریو قابلیت هم ورسره زیات شي.

په اعلامیه کې ویل شوي:" پولنډ په پام کې لري چې له دغو دفاعي وسلو او خدماتو څخه د خپل وسله وال پوځ د مډرن کولو او د خپلې خاورې ددفاع او سیمه ایزو تهدیداتو د مخنیوي لپاره د قابلیتونو د پراخیدو په برخه کې کار واخلي."

د هیمارس Himars راکټي سیستم په اوکراین کې د روسیې د یرغل په وړاندې مهم رول لوبولی دی او کیف ته یې دا قدرت ورکړی د روسیې په ډیپو ګانو او نورو اهدافو دقیق بریدونه وکړي.

پر پولنډ د هیمارس راکټي سیستمونو د پلورلو اعلان په داسې حال کې کیږي چې پر اوکراین د روسېې له برید څخه کابو یو کال کیږي او پولنډ له اوکراین سره اوږده پوله لري.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د وسلو احتمالي پلور منظور کړی او د امریکا د دفاعي امنیتي همکاریو ادارې د سه شنبې په ورځ فبروري اومه مسله کانګرس ته راجع کړه ځکه اوس د قانون جوړونکو تائید هم پکار دی.

XS
SM
MD
LG