د لاس رسي وړ اتصالات

په بروکسل کې بریدکوونکی ٣٦ کلن مراکشی و


 ٣٦ کس د سې شنبې په ماښام د بروکسل په مرکزي تمځای کې یوه کوچنۍ چاودنه وکړه خو د امنیتي کسانو لخوا ځای پر ځای ووژل شو.
٣٦ کس د سې شنبې په ماښام د بروکسل په مرکزي تمځای کې یوه کوچنۍ چاودنه وکړه خو د امنیتي کسانو لخوا ځای پر ځای ووژل شو.

د بلجیم څارنوالانو د بروکسل د اورګاډي په تمځي کې د ځانمرګي بریدگر هویت افشا کړی او ویلي یې دي چې بریدګر د مراکش تابیعت درلود.

بلجیمي چارواکو ویلي دي چې د ځانمرکي د ترهګریزو فعالیتونو په اړه یې اطلاعات نه لرل.د بلجیم صدارعظم وایې که برید خنثی شوی نه وای نو ممکن لوی خطر به یې دغه هېواد ته پېښ کړی و.

یو سړي د سې شنبې په ماښام د بروکسل په مرکزي تمځای کی ځینو چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه. دغه کس سملاسي د امنیتی مامورینو په ډزو ووژل شو.

د بلجیم د څارنوالۍ ویاند ایرک ون ډرسیپټ وایي چې پرون په اتو بجو او نهه دیرش دقیقو یو سړی د بروکسل مرکزی تمځای ته داخل شو او له عمومي دهلیز نه په تیرېدو هغه په لاندې منزل کې د مساپرو خوا ته لاړ."

د څارنوالی ویاند زیاتوي "له لږ انتظار وروسته هغه په اتو بجو او څلور څلوېښت دقیقو د مساپرو په منځ کې ښکاره شو او خپل بکس یې راواخېست، نارې یې شروع کړې او جزئي چاودنه یې وکړه."

سیمه ایزو رسنیو بریدګر اوه دیرش کلن سړی بللی چې د رئپوټونو په اساس یې په مولن بیک نومې سیمې کې ژوند کاوه.

د بلجیم صدراعظم چارلس مایکل د بروکسل برید یو ترهګریز عمل بولی او وایې چې که یې مخه نه وه نیول شوای نو چاودنې په خلکو ته لوی خطر پېښ کړای وای.

د بلجیم صدراعظم چارلس مایکل وایي "موږ تیره شپه په مرکزي تمځای کې یو ترهګریز برید خنثي کړو. یوه کس هڅه وکړه چې چاودنه وکړي. ځواکونو مو هغه کس له منځه یوړ."

د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې د بلجیم په هوايي ډګر او د میترو په یوه تمځاي کې د یو لړ مرګونو بریدونو وروسته، بلجیم د تیارسی په حالت کې و.

بلخوا هسپانیا کې پولیسو د داعش ډلې د یو مشکوک غړي په شمول د مراکش دري اتباع نیولي دي.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې نیول شوي کسان د هغه هېواد د ملي امنیت لپاره خطر بللی دی.

XS
SM
MD
LG