د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بگرام پر اډې حمله کړې


ناټو وايي چې طالبانو نن دچېارشنبی په ورځ دوخته په بگرام کی د امرېکا د پوځ په هوايي اډه باندی حمله وکړه چې په نتېجه کی ېې لس تنه طالبان ووژل شوو.

ېو امرېکاېې قراردادی په حمله کې وژل شوی دی او تقرېبا نهه تنه امرېکاېې عسکر ېې زخمیان کړل.

ناټو وویل چې په حمله کې طالبانو د بمونو نه ډک واسکټونه په غاړه کړي وو او د وړو وسلو، راکټونو او لاسي بمونو نه یې استفاده وکړه، سهار چربانگ مهال شروع شوه.

د بگرام دهوايي اډې ېوې پوځی ویاندې جگړنې ورجېنېا مک کېبل وویل چې حمله کوونکو ونه شوو کولی چې اډې ته ورننوځی خو د اډې ېوې ودانئ ته ېو څه نقصان ورسېده.

هغې ووېل چې ډزو څو ساعته دوام وکړ او کله چې غرمه شوه نو ېواځی خال خال ډزی روانې وې.

طالبانو ددغې حملې مسوولېت په غاړه اخېستلی دی او ېوه وېاند ېې دعوا وکړه چې شلو تنو ځان وژنکو په دغه حمله کی برخه اخېستلی وه.

د بگرام هوايي اډه په افغانستان کی تر ټولو ستره نظامی اډه ده چې دکابل شمال خواته پنځوس کېلومتره لرې موقعېت لری.

په ېوه بله اعلامېه کی ناتو ووېل چې ېو عسکر ېې نن دافغانستان په جنوب کی دبم په ېوه چاودنه کی وژل شوی دی.

نننئ حمله پرون په کابل کی دناتو په ېوه پوځی کاروان باندی د طالبانو د ېوې حملې نه وروسته وشوه، چې اتلس کسان په کی ووژل شوو. په دې جمله کی دناتو شپږ عسکر هم شامل دي چې پنځه عسکر امرېکاېې وو او ېو عسکر کاناډاېې ؤ.

په داسی حال کی چې دامرېکا پوځ قندهار نه دطالبانو دشړلو لپاره د پراخو پوځی عملېاتو لپاره خپل ځان تېاروی، دتېرو دولسو مېاشتو په دوران کی طالبانو هم خپلی حملی زېاتی کړی دی.

سپېنی ماڼئ او ناتو دواړو د سه شنبی د ورځی حمله وغندله. دناتو عمومی منشی انډرز فاغ راسموسېن ووېل چې د ناتو تړون د خپل مامورېت په اړه چې د افغانستان داولس دساتلو او دټرورزم په مقابل کی ېې د افغانستان دحکومت دتوان دپېاوړی کولو لپاره کړی دی په خپل تعهد باندی کلک ولاړ دی. جمهور رېس حامد کرزي هم دغه حمله غندلی ده. پروسږکال په سېپټامبر کی په کابل کی په ېوه حمله کی دشپږو اېټالوی عسکرو دوژل کېدلو نه وروسته دا ترټولو مرگانئ حمله وه چې په خارجی قواو باندی په کابل کی وشوه.

XS
SM
MD
LG