د لاس رسي وړ اتصالات

عوامي نیشنل ګوند په پېښور کې ’افغان ملالۍ انستیتیتوت‘ جوړوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت افغان نجونو ته د وړیا زده کړو لپاره د ’افغان ملالۍ انستیتیتوت‘ جوړولو اعلان وکړ.

اېمل ولي خان په سوات کې د عوامي نیشنل پارټۍ یوې ولسي غونډې ته چې په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د ادعا شویو درغلیو پرضد رابلل شوې وه، په خپله وینا کې وویل، چې د دوی ګوند د افغانستان د نجونو لپاره د زده کړو پروژه پیل کوي.

هغه د مارچ په اوومه په خپله وینا کې وویل:”موږ د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوو، ژړا او فریاد کوو، خو عملي ګامونه هم پورته کوو.“

هغه همدارنګه د نړۍ په هر ګوټ کې له پښتنو افغانانو هیله وکړه چې په دې برخه کې یې مرسته وکړي.

ایمل ولي خان وویل، په دې انسټیټیوټ کې به ښوونکي، روزونکي، کارمندان او تر دې چې امنیتي ساتونکې به یې هم ښځې وي چې نجونه پکې په خلاص مټ زده کړې ترلاسه کړي.

د دې پروژې پیل

د عوامي نیشنل ګوند د کلتوري څانګې مشر خادم حسین له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې ’افغان ملالۍ پروژه‘ به یو انسټیټوټ وي، چې په افغانستان کې له لوړو زده کړو محرومه نجونو ته د تعلیم یو متبادل بندوبست وکړل شي.

نوموړی زیاتوي چې په لومړي سر کې به دا انستیتوټ په پېښور کې جوړوي او وروسته به یې د پښتونخوا هغو سیمو کې هم پرانیزي چې د افغان کډوالو د نجونو شمېر پکې ډېر دی.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دا به وړیا تعلیمي ادارې وي او د لیسانس او ډاکټرۍ تر کچې به پکې ښوونې کېږي. هغه زیاته کړه: ”موږ له ټول پښتون افغان ولس نه چې دلته په پښتونخوا او افغانستان کې دي او په بهرنیو هېوادونو کې میشت دي، هغوی ته مو خواست کړی دی چې په دې پروژه کې راسره مرسته وکړي.“

خادم حسین دا هم وویل چې د دې انسټیټیوټ مشري او سمبالښت به د یو داسې مېرمنې په لاس کې وي چې هغه د پښتونخوا له یو پوهنتون څخه تقاعد شوې ده.

د عوامي نیشنل پارټۍ پر دې ګام د لغمان ولایت اوسېدونکې نرګس چې د دولسم ټولګي زده کونکې ده خو اوس مهال پر کور ناسته ده د امریکا غږ ته وویل:” دا یو ډیر ښه ګام دی.“‎ هغې زیاته کړه چې دا د هغه نجونو لپاره چې په افغانستان کې درس نشي ویلی، د زده کړو یو ډېر ښه فرصت برابروي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل او ورپسې یې د نجونو پرمخ د پوهنتون ورونه وتړل او د ښځو پر کار یې هم بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د نجونو پر تعلیم د بندیز لګولو خلاف د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ اکثریت هېوادونو سخت غبرګون ښودلی او خپله په هېواد کې دننه اکثریت سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې نه یوازې د طالبانو د دې اقدام غندنه کوي، بلکې ښځو خو بیا بیا د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې د ښوونځیو بیرته پرانیستو لپاره احتجاجي لاریونونه هم کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG