د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه ښوونکې: د مارچ اتمې په افغانستان کې 'خپل مفهوم له لاسه ورکړی'


ازیتا نژند، افغانه ښوونکې
ازیتا نژند، افغانه ښوونکې

په کابل کې یوه افغانه ښوونکې وايي، افغانې مېرمنې له اساسي حقونو بې برخې شوي او له همدې کبله د مارچ اتمې، د ښځو نړیوالې ورځې، په افغانستان کې "خپل مفهوم له لاسه ورکړی" دی.

ازیتا نژند چې پخوا، رسمي ښوونکې او د پوهنتون محصله وه، اوس په کابل کې د یو خصوصي ښوونځي مشره ده.

هغې امریکا غږ ته وویل: "د مارچ اتمه پدې مانا چې موږ باید د تېر کال لاسته راوړني بیان کړو، خو افغان میرمني له هر څه محرومي دي، نه کار شته، نه زده کړي او نه نور څه. زه ویلای شم چې په افغانستان کې د مارچ اتمي خپل اساسي او معنوي مفهوم له لاسه ورکړیدی."

د مارچ اتمه چې د ښځو نړیواله ورځ ده، سږکال یو ځل بیا پداسې حال کې نمانځل کیږي چې افغانې مېرمنې وايي دوی له ټولو بشري حقونو محرومي دي.

دوې ورځي وړاندې د مارچ پر ۶مه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وروستیو ناستو ته په اشاره وویل چې د ملګرو ملتونو د افغانانو، په ځانګړي ډول د مېرمنو غوښتني او حقونه هېر نه دي. خو اغلې نژند وروستیو ناستو ته په اشاره وايي، چې د بشري حقونو ادارو تر دې دمه د افغانو مېرمنو لپاره هیڅ هم نه دي کړي.

نژند وویل: "دغه د بشري حقونو په نوم چې کومي ادارې دي، ایا تر اوسه یې د افغان مېرمنو لپاره څه کړیدي؟ نه. پدې دوه نیمو کلونو کې یې په لسګونو ناستې او کنفرانسونه جوړ کړل خو موږ ته یې هیڅ ګټه نده کړې او موږ په تورتم کې پاتې یو."

بل لور ته د شخصي ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې نجونې وايي، چې د ښوونځیو تړل کېدو د دوی ارمانونه رژولي او له طالبانو غواړي چې د ښوونځیو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

زده کوونکې ادا احمدي وویل: "زه د مارچ د اتمي په مناسبت د نړۍ ټولو مېرمنو ته مبارکي وایم، خو له کله چې زموږ پر مخ د ښوونځیو او زده کړو دروازې بندي شویدي، ډېر د غمګینۍ احساس کوو او زموږ هغه ارمان چې ډاکتره یا انجینره شو هغه له منځه لاړی."

پر همدې مهال، د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړو د افغانو مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی د طالبانو له لورې پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونه یې له هیواد سره "ستره جفا" بللې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریې بارکزۍ وویل: "د افغانستان مېرمنې حتی دا هم نسي کولای چی موږ به راتلونکي درې څلورو کلونو کې خپل ډاکتران ولرو که نه، اقتصادي او د ژوند ټول حقونه یې سلب دي او وضعیت یې صفر دی، چې دا بندیزونه د افغانستان سره ستره جفا ده."

نږدې درې کاله کیږي چې طالبانو د افغانو نجونو پر مخ له شپږم صنف پورته د ښوونځيو دروازې او د مېرمنو پرمخ د کار دروازې تړلي دي. د شنونکو په نظر که وضعیت همداسې دوام وکړي د افغانو مېرمنو او افغانستان راتلونکی به له خورا ډېرو کړاونو سره مخامخ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG