د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا تر ۱۶ کلونو په کم عمره کسانو ټولنیزې رسنۍ بندې کړې


استرالیا کې د ۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو باندې ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي د محدودیت قانون تصویب شو.
استرالیا کې د ۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو باندې ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي د محدودیت قانون تصویب شو.

د استرالیا پارلمان د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ اتمه) داسې قانون تصویب کړ چې له مخې به یې د ۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکي کسان د فیسبوک، ټیک ټاک او انسټاګرام په څېر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی ونلري.

دا قانون د استرالیا د پارلمان په دواړو جرګو کې د مخالفو حزبونو غړو په همغږۍ تصویب کړی دی.

ددې قانون په اساس به د ټولنیزو شبکو له چلوونکو څخه د داسې "مناسبو ګامونو پورته کولو" غوښتنه کیږي چې په ټولنیزو شبکو کې د تنکیو ځوانانو د حسابونو مخنیوی وکړي.

د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز د نومبر په پیل کې په دې اړه خبرداری ورکړی و چې د ټکنالوژۍ د هغو شرکتونو په ضد به اقدامات وشي چې د ماشومانو او تنکیو ځلمیانو کاروونکو په حفاظت کې پاتې راغلي دي.

البنیز ددې کال په پیل کې ویلي وو چې باید د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره د عمر یو محدودیت وي او په روانه میاشت کې د ۱۶ کلونو عمر حد په لومړي خل څرګند شو.

البنیز ویلي وو چې "د میندو او پلرونو، چې د خپلو اولادونو په اړه اندېښنه لري، مسئولیت نه لري، بلکې» دا به د ټکنالوژۍ د شرکتونو او د ټولنیزو رسنیو د شبکو مسئولیت وي، چې د کاروونکو د عمر په اړه اطمینان ترلاسه کړي. هغه ټینګار وکړ چې د ټولنیزو شبکو د کم عمره کاروونکو ته به هغوی ددې کار له کبله سزا نه ورکول کېږي.

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د عمر د محدودیت له قانون څخه په استرالیا کې په پراخ ډول حمایت شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG