د امریکا د فدرال د تحقیقاتو ادارې (اف بې آې) د هغه کس تصویر خپور کړی چې شک کېږي، د چهارشنبې په ورځ جنوري لومړۍ (مرغومې۱۲) یې د امریکا په نیواورلینس کې خلک په موټر ووهل، ۱۵ تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.
د دغه کس نوم شمس الدین جبار ښودل شوی دی. اف بي آې وایي بریدګر له پولیسو سره په جګړې کې ووژل شو.
دا اداره وايي چې ۴۳ کلن جبار د امریکا تبعه و او د متحدو ایالتونو له پوځ سره یې د کمپویټر کار په توګه کار هم کړی دی.
اف بي آې وايي چې د جبار په موټر کې د «داعش» ډلې بیرغ، یوه تومانچه او یو ټوپک هم موندلي دي او اوس تحقیقات روان دي چې ایا هغه له داعش سره کومه اړیکه لرله که نه.
دا اداره وايي دا پېښه د یو «ترهګریز عمل» په توګه پلټي.
د امریکا په لویزیانا ایالت کې مقاماتو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ اول (مرغومي ۱۲) یو موټر چلوونکي خپل "پېکاپ" موټر د نیو اورلېن په ښار کې په سرعت سره د خلکو په یوې ډلې وروست، لږترلږه ۱۵ کسان یې ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.
د سیمه ییزو پولیسو یو چارواکي، این کییرکپټریک، په یوې خبري غونډې کې وویل، دا پېښه د سهار په ۳:۱۵ دقیقو د نیو اورلېن په بوربن کوڅه کې شوې، چې د جشنونو او د نوي کال د محفلونو په جوړولو نړیوال شهرت لري.
کییرکپټریک وویل چې "دا یو قصدي عمل و" او دې کس غوښتل چې خپل موټر "څومره چې ممکن وي په ډیرو خلکو" وروړي. هغه زیاته کړه چې موټر چلوونکي پر پولیسو ډزې هم کړې او د فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) د پېښې په اړه څېړنې کوي.
د نیو اورلېن ښاروال لتویا کانټریل دا پیښه یو "ترهګریز برید" بللی و، خو د فدرالي پولیسو کارمندې الیتا ډونکان چې د دې پیښې په اړه په تحقیقاتو کې ښکیل وه دمخه ویلي وو چې "دا یو ترهګریز برید نه و".
د لویزیانا والي جیف لانډري د ایکس په ټولنیزې شبکې په یو پیفام کې دا پیښه یو "وحشیانه عمل" بللی او له خلکو یې غوښتي چې له هغه سیمې څخه لرې پاتې شي چیرې چې برید شوی.
د نیو اورلېن د بیړنیو خدماتو څانګې ویلي ټپیان، چې د رسنیو د راپورونو له مخې د ځنو وضعیت نازک دی، لږ تر لږه پنځو بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.
عیني شاهدانو امریکايي رسنیو ته دا هم ویلي، چې یو موټر چلوونکي خپل سپين رنګه پیکاپ په ډېر سرعت د خلکو په ګڼه ګوڼه وروځغلاوه.
د سي این این خبري چینل د امنیتي چارواکو په حواله ویلي دي چې د دغې خونړۍ پیښې عامل وژل شوی دی خو د هغه د وژل کیدو د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له پېښې خبر شوی دی. نیو اورلېنس په تیرو وختونو کې هم په څو کواردړو کې د ډزو او د خلکو له ګڼې ګوڼې سره د موټرو د قصدي ټکرونو شاهد و.
د ۲۰۲۴ په نومبر کې، په نیو اورلیان کې د زرګونو کسانو د رسم ګذشت پر وخت په دوو جلا پیښو کې دوه کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول. د ۲۰۱۷ په فبروري کې، یو پک اپ موټر، چې د پولیسو په وینا، چلوونکی یې ډیر نشه و، په نیو اورلیان کې د یو رسم ګذشت پر ګډونوالو ورټکر کړای شو او څه دپاسه ۲۰ تنه یې ټپیان کړل.
د سیمه ییزو پولیسو یو چارواکي، این کییرکپټریک، په یوې خبري غونډې کې وویل، دا پېښه د سهار په ۳:۱۵ دقیقو د نیو اورلېن په بوربن کوڅه کې شوې، چې د جشنونو او د نوي کال د محفلونو په جوړولو نړیوال شهرت لري.
کییرکپټریک وویل چې "دا یو قصدي عمل و" او دې کس غوښتل چې خپل موټر "څومره چې ممکن وي په ډیرو خلکو" وروړي. هغه زیاته کړه چې موټر چلوونکي پر پولیسو ډزې هم کړې او د فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) د پېښې په اړه څېړنې کوي.
که څه هم د نیو اورلېنس ښاروال لتویا کانټریل دا پیښه یو "ترهګریز برید" بللی، خو د فدرالي پولیسو کارمندې الیتا ډونکان چې د دې پیښې په اړه په تحقیقاتو کې ښکیل وه ویلي چې "دا یو ترهګریز برید نه و".
د لویزیانا والي جیف لانډري د ایکس په ټولنیزې شبکې په یو پیفام کې دا پیښه یو "وحشیانه عمل" بللی او له خلکو یې غوښتي چې له هغه سیمې څخه لرې پاتې شي چیرې چې برید شوی.
د نیو اورلېن د بیړنیو خدماتو څانګې ویلي ټپیان، چې د رسنیو د راپورونو له مخې د ځنو وضعیت نازک دی، لږ تر لږه پنځو بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.
عیني شاهدانو امریکايي رسنیو ته دا هم ویلي، چې یو موټر چلوونکي خپل سپين رنګه پیکاپ په ډېر سرعت د خلکو په ګڼه ګوڼه وروځغلاوه.
تر اوسه د دغې پېښې لامل او د موټر چلوونکي هويت نه دی په ډاګه شوی. د سي این این خبري چینل د امنیتي چارواکو په حواله ویلي دي چې د دغې خونړۍ پیښې عامل وژل شوی دی خو د هغه د وژل کیدو د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له پېښې خبر شوی دی. نیو اورلېنس په تیرو وختونو کې هم په څو کواردړو کې د ډزو او د خلکو له ګڼې ګوڼې سره د موټرو د قصدي ټکرونو شاهد و.
د ۲۰۲۴ په نومبر کې، په نیو اورلیان کې د زرګونو کسانو د رسم ګذشت پر وخت په دوو جلا پیښو کې دوه کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د ۲۰۱۷ په فبروري کې، یو پک اپ موټر، چې د پولیسو په وینا، چلوونکی یې ډیر نشه و، په نیو اورلیان کې د یو رسم ګذشت پر ګډونوالو ورټکر کړای شو او څه دپاسه ۲۰ تنه یې ټپیان کړل.
ددې مطلب په برابرولو کې د رویټرز، اسوشیتید پرس او سیانان رپوټونه کارول شوي.
فورم \ دبحث خونه