د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یزد هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیل کړې


د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د تهران او مزارشریف ترمنځ د ایران د یزد هوايي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱( سلواغې اول) ویلي چې د ایران دغه هوايي شرکت له تهران څخه د بلخ ولایت مرکز د مزار شریف د مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګرته خپله لومړۍ الوتنه د شنبې په ورځ کړې ده.

دغه وزارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "د ایران دغه هوايي شرکت الوتکې به د تهران او مزارشریف ترمنځ په اونۍ کې یو ځل الوتنه وکړي چې ورسره به مسافرو ته لا زیات سهولتونه برابر شي."

په مزارشریف کې د ایران کنسولګرۍ هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دغه ښار ته د یزد هوايي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی دی. یزد هوايي شرکت څلورم ایرانی هوايي شرکت دی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته یې دغه هیواد ته الوتنې پیل کړي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ماهان، تابان او کیش ایر هوايي شرکتونو ددې دمخه افغانستان ته الوتنې پیل کړې وې.

دغه ایراني شرکت دا الوتنې په داسې حال کې پیل کړي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته د ترکش ایر لین، اماراتو، فلای دوبۍ، د هند هوايي شرکت انډیان ایرلین اوځینو نورو بهرنیو هوايي شرکتونو دغه هیواد ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.

په تیرو څه باندې دوو کلنو کې ددغو هوايي شرکتونو ځینو یې بیرته افغانستان ته الوتنې پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت د کابل او دریو نورو هوايي ډګرونو د مسافرو کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت ګې د متحده عربي اماراتو د " ګاک" شرکت سره لاسلیک کړی چې له مخې د افغانستان څخه د عبوري الوتنو د پیسو یوه برخه دغه شرکت ته ورکول کیږي.

د ګاک شرکت د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ د کندهار، هرات او مزارشریف هوايي ډګرونو ته ورته خدمتونه چمتو کوي.

له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته یو قطري شرکت د کابل په هوايي ډګر کې د مسافرو تګ راتګ لپاره خدمتونه برابرول. د دغه قطري شرکت فعالیت د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر نیمایي پورې دوام درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG