د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په لومړي ځل یو کس د نایتروجن ګازو په وسیله اعدام شو


کینیت یوجین سمیت ۵۸ کلن وو او د کلیسا د یو مشر د ښځې د وژلو په قضیه کې درې لسیزې وړاندې په اعدام محکوم شوی وو.
کینیت یوجین سمیت ۵۸ کلن وو او د کلیسا د یو مشر د ښځې د وژلو په قضیه کې درې لسیزې وړاندې په اعدام محکوم شوی وو.

د امریکا په جنوبي ایالت الاباما کې د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه)‎‎ په قتل محکوم شوی یو سړی د نایتروجن ګازو په وسیله اعدام شو.

دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د مجرمینو د اعدامولو دپاره د نایتروجن ګاز کارول کیږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر اندېښنه ښودلې چې ښايي د اعدام دا طریقه شکنجه وګڼل شي.

کینیت یوجین سمیت ۵۸ کلن وو او د کلیسا د یو مشر د ښځې د وژلو په قضیه کې درې لسیزې وړاندې په اعدام محکوم شوی وو. د چارواکو په خبره، هغه تېر ماښام په ځايي وخت ۸:۲۵ بجې د الاباما ایالت د اتمور ښار په هولمن زندان کې اعدام شو.

د الاباما لوی څارنوال سټیو مارشال له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي: "عدالت پر ځای شو. نن شپه، کینیت سمیت د خپل هغه ناوړه عمل له کبله اعدام شو چې هغه ۳۵ کاله دمخه کړی و."

د محکمې د حکم له مخې، سمیت په ۱۹۸۸ کال کې د پیسو په بدل کې د کلیسا د یو پادري مېرمن وژلې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک ویلي، چې د اعدام په دغه سزا سخت خواشینی شوی دی.

هغه په یو خپاره شوي بیان کې وویل: "د نایتروجن ګاز په واسطه د ساه بندولو دا نوې او نه ازمویل شوې طریقه کیدای شي شکنجه او یو غیرانساني ظالمانه چلند وي."

اروپايي ټولنې چې د اعدام له سزا سره مخالفت کوي، هم دغه اعدام غندلی دی.

د ۲۷ اروپایي هیوادونو ددغې ټولنې یو ویاند وویل: "د مخکښو کارپوهانو په وینا، دا طریقه په ځانګړې توګه یوه ظالمانه او غیر معمولي سزا ده."

د اعدام د سزا د معلوماتو د مرکز اجرائیوي رئیس رابین ماهیر هم دا "د اعدام یوه نه ازمویل شوې او نه ثابته شوې طریقه" بللې ده.

ماهیر فرانس پرس ته وویل: "تر هغه چې موږ پوهیږو په متحده ایالاتو کې، یا په نوره نړۍ کې تراوسه د چا د اعدامولو لپاره دا طریقه نه ده کارول شوې."

د ۲۰۲۲ په نومبر کې د زهرو د پیچارۍ په وسیله د سمیت ​د اعدامولو هڅه نه وه بریالۍ شوې.

د ځايي رسنیو په حواله، د پنجشنبې په ورځ د سمیت وروستي ټکي دا وو چې، "نن شپه، الاباما ایالت د انسانیت یو ګام شاته تللی... زه له مینې، سولې او رڼا سره روان یم... زه له تاسو سره مینه لرم. له هغو مننه چې زما ملاتړ یې وکړ. زه له تاسو ټولو سره مینه لرم."

د الاباما د زندانونو د چارو ادارې ویلي، سمیت د پنجشنبې په سهار په خپله وروستۍ غذا کې کباب، سره کړي کچالو او هګۍ وخوړلې.

په متحده ایالاتو کې له دې وړاندې په ۱۹۹۹ کې یو کس د ګازو په وسیله اعدام شوی و، چې پکې د هایدروجن سیانایډ ګاز کارول شوي و.

په متحده ایالاتو کې په ۲۰۲۳ کې، ۲۴ کسان اعدام شوي، چې پر ټولو د زهرو پیچکارۍ تطبیق شوي دي.

الاباما د متحده ایالاتو په هغو دریو ایالتونو کې شامل دی چې د نایتروجن هایپوکسیا په وسیله د اعدام طریقه یې تصویب کړې ده. دوه نور ایالتونه اوکلاهوما او مسیسیپي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG