د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا هغه کس اعدام کړ چې په ۱۹۸۴ کې په جنسي تېري او قتلونو تورن و


دوان اوون
دوان اوون

د امریکا د فلوریډا په ایالت کې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (جوزا۲۵) د دوان اوون په نوم هغه ۶۲ کلن سړی اعدام شو چې په ۱۹۸۴ کال کې په دوو ښځو باندې په جنسي تېري او د هغوی په وژلو تورن و. محکمې د وروستي ځل لپاره د هغه د لیونتوب ادعا رد کړه.

د فلوریډا ایالت د اصلاحاتو د څانګې ویاندې کایلا مک لافلین وویل چې دوان اوون په مرګوني پیچکارۍ ووژل شو.

منصفه پلاوي په ۱۹۸۸کال کې موندلې وه، چې دغه کس په ۱۹۸۴ کال کې د فلوریډا د بوکا راتون په ښار کې په یو کور کې یوه ښځه په داسې حال کې په څټک وژلې وه او بیا یې پرې جنسي تېری کړی و، چې د ښځې ماشومان په بلې کوټې کې ویده وو.

د هغه ماشومان سهار ښوونځیو ته د تګ په وخت کې دخپلې مور مړی ومونده.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس دوان اوون په همدې کال کې د دلري سمندرغاړې [بیچ] کې د ماشومانو یوه ۱۴ کلنه پالونکې د چاقو په ګوزارونو وژلې وه او بیا یې پرې جنسي تېری کړی و. نوموړي په دغو جرمونو اعتراف کړی و او منصفه پلاوي هغه ته د مرګ د سزا غوښتنه کړې وه.

د هغه مدافع وکیل د متحدو ایالتونو سترې محکمې ته په عریضې کې ویلي وو چې موکل یې لیونی دی او باید اعدام نشي. مدافع وکیل یې په خپلې عریضې کې یادونه کړې وه چې موکل یې څو ځلې د رواني ناروغیو ډاکټر ته تللی او له یو لړ رواني رنځونو څخه یې هغه ته شکایتونه کړي وو.

دوان اوون د رواني ناروغانو له یو معالج ډاکټر سره په خبرو کې په اوو ښځو باندې د جنسي تېري، دوو قتلونو او د قتل د پنځو هڅو په اړه معلومات ورکړي وو.

خو سترې محکمې د هغه د مدافع وکیل عریضه رد کړه او د هغه د اعدام حکم یې تائید کړ. دا په روان کال کې دیارلسم کس دی چې په متحدو ایالتونو کې اعدام کېږي.

XS
SM
MD
LG