د امریکا د اوکلاهوما ایالت یو ۷۱ کلن سړی د قتل په تور له نږدې ۵۰ کلونو زندان تیرولو وروسته د محکمې له لورې بېګناه ګڼل شوی دی.
ګلین سیمونز تور پوستی دی، او تر هغو ټولو قیدي امریکایانو یې زیات زندان تیر کړی چې وروسته بېګناه ثابت شوي دي.
نوموړی د جولای په میاشت کې د ۴۸ کاله، یوه میاشت او ۱۸ ورځې زندان تیرولو وروسته خوشې شو.
سیمونز په ۱۹۷۵ کې د اوکلوهوما په ایالت کې د شرابو د یو پلورنځي د شوکې په جریان کې ددغه پلورنځي د مالک د وژلو په تور په مرګ محکوم شوی و خو وروسته یې د اعدام سزا په عمر قید بدله شوه.
سیمونز د یوې پیغلې د شهادت په اساس محکوم شوی و چې د پلورنځي د شوکې پر مهال په دغه پلورنځي کې په ډزو کې ژوبله شوې وه خو ژوندی پاتې شوه.
پولیسو له پېښې وروسته د هغې مخې ته د سیمونز په ګډون څو تورن کسان کتار درولي و او نوموړې پر سیمونز شک کړی و. خو وروسته د پلټنو له مخې ددغې پیغلې ددغې پیغلې د شک د اعتبار په اړه د پام وړ شکونه څرګند شول.
سیمونز ادعا کړې چې د قتل ددې پېښې پر وخت هغه د اوکلوهوما له ایالت څخه دباندې و.
یوې ابتدايي محکمې د جولای په میاشت کې د سیمونز په خلاف د قتل تورونه رد کړل او د سه شنبې په ورځ د اوکلوهوما سیمییزې محکمې هغه بې ګناه وګاڼه.
سیمونز وویل: "دا هغه ورځ ده چې ما یې د ډیرې اوږدې مودې دپاره انتظار کړی دی. موږ ویلای شو چې بالاخره نن انصاف پلی شو."
هغه ته به د حکومت له لوري په بې ګناهۍ کې زندان تیرولو تاوان ورکول کیږي.
سیمونز وویل: "هغه څه چې شوي، بیرته نه راګرځي، خو حساب کتاب شونی دی. او دا وخت، زما غوښتنه همدا ده چې باید حساب وشي."
فورم \ دبحث خونه