د لاس رسي وړ اتصالات

احمد مسعود: 'جنسیتي اپارتاید او د هزاره ګانو نسل وژنه' باید په رسمیت وپیژندل شي


د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود ( عکس د امریکا غږ آرشیف)
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود ( عکس د امریکا غږ آرشیف)

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود اروپا ته د خپل سفر په لړ کې، په افغانستان کې د 'جنسیتي اپارتاید او د هزاره ګانو نسل وژنې' د رسمیت پیژندلو غوښتنه کړې ده.

ددغه جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل، میثم نظري، د احمد مسعود هغه ویډیو خپره کړه چې، نوموړی د دغې جبهې له یو شمېر غړو او د مدني ټولنې له فعالانو سره خبرې کوي او د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې په اروپا کې د خپل لس ورځنې سفر او رسمي غونډو په ترڅ کې یې څو ځلې په دوو مسلو ټینګار کړی دی.

مسعود وويل: " په نږدې لسو ورځو کې مې په اروپا کې څو غونډې درلودې. په رسمي غونډو کې مې ويلي او غوښتنه مې کړې، چې تاسو باید په افغانستان کې دوه مهم مسلې وپېژنئ: جنسیتي اپارتاید او د هزاره ګانو نسل وژنه."

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړه:"موږ باید د یوبل ترڅنګ ودریږو. مهمه نده چې تاسو د کوم قوم، ډلې، مذهب او عقیدې سره تړاو لرئ. موږ باید د یوبل ترڅنګ ودریږو. موږ باید په ګډه کار وکړو؛ راځئ چې له تېر څخه عبرت واخلو او له شر سره مبارزه وکړو."

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته یو ځل بیا پر دې هیواد واکمن شول، دغې ډلې په ټول هېواد کې پر ښځو او نجونو سخت مقررات وضع کړل.

طالبانو نږدې دوه کاله کیږي، چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې د زده کړو څخه محرومې کړي دي.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د ملګروملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو حکومت ښځې پارکونو، حمامونواو ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او د کور څخه بهر د حجاب د اغوښتلو ترڅنګ یې په اوږدو سفرونو کې پر ښځو باندې د محرم شتون شرط هم لګولی دی.

که څه هم د نجونو د تعلیم د دوام مسله، د ښځو او د ښځو د حقونو د فعالانو یو له جدي غوښتنو څخه ګڼل کېږي، خو په افغانستان او له افغانستانه بهر د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان ټینګار کوي، چې طالبانو په افغانستان کې له ټولو بشري حقونو څخه د ښځو په بې برخې کولو سره هغه هم یوازې د جنسیت له امله، "جنسیتي اپارتاید" پلي کړی دی.

دغو فعالانو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دغه عمل د "جنسیتي اپارتاید" په توګه وپېژني.

همداشان، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د کابل، کندز او کندهار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې څو خونړي بریدونه وشول چې په پایله کې یې لسګونه ملکي وګړي په ځانګړې توګه هزاره ګان او د شیعه مذهب لارویان ووژل شول.

د داعش خراسان څانګه چې د طالبانو د رقیب په توګه پیژندل کیږي، په افغانستان کې د شیعه مذهب لارویان، په ځانګړې توګه د هزاره توکمي اقلیت په وړاندې د خونړیو بریدونو مسولیت لري. سره لدې چې دغه ډله د سني مذهبو په وژنه کې هم لاس لري.

طالبان چې اوسمهال نږدې د افغانستان پر ټوله خاوره واکمني لري، د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې په ګډون، خپل وسله وال مخالفین "باغي کړۍ" بولي او د وسله والو مخالفینو په بې اهمیته ښودلو سره وايي، چې دا مخالف وسله وال، یوازې په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي.

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهه، وخت ناوخته د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د ایکس، چې پخوا د ټویټر په نامه یادېده، ادعا کوي چې د هېواد په ځینو برخو کې یې پر طالب جنګیالیو بریدونه ترسره کړي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG