د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان هند ته په دویمې شل اوریزې لوبې کې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه  


د افغانستان او هند ترمنځ د کرکت لوبه
د افغانستان او هند ترمنځ د کرکت لوبه

د افغانستان او هند ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د هند په انډور کې ده.

هند د یکشنبې د ورځې جنوري ۱۴ (مرغومې۲۴) په لوبې کې د پچې له ګټلو وروسته افغانستان د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان د ګلبدین نایب د ۵۷ منډو په مرسته په ټاکل شویو شلو اورونو کې هند ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره لوبه پیل کړه، خو ګربز په ۱۴ منډو اوټ شو.

ابراهیم ځدراڼ په ۸، عظمت په ۲، ګلبدین نایب په ۵۷، محمد نبي په ۱۴، نجیب ځدران په ۲۳، کریم جنت په ۲۰، مجیب په ۲۱، نور احمد په یوه منډه او فضل حق فاروق په صفر اوت شول.

دا د افغانستان او هند ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو دویمه لوبه ده. اوله په موهالي کې وه چې هند وګټله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG