د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان-عمان ترمنخ د کرکټ تمریني لوبه د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده


د افغانستان او عمان ترمنځ د نړیوال جام تمریني لوبه
د افغانستان او عمان ترمنځ د نړیوال جام تمریني لوبه

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو ته د ښه چمتوالي په درشل کې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا نهمه) د عمان او افغانستان ترمنځ تمریني لوبه وشوه چې د باران له کبله بې نتجیې پای ته ورسېده.

دا لوبه د ویسټ انډیز د پورټ اف سپاین د کوینس پارک په میدان کې وه.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته عمان ته د توپ وهنې (بېټېنګ) بلنه ورکړه.

عمان د دریو لوبغاړو په مرسته په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۵۴ منډې وکړې. د افغانستان په لوبډلې کې نهو بالرانو توپ اچوونه وکړه او یوازې عظمت عمرزي او نوین الحق مرید یو یو کس وسوځول.

د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي څانګه وايي‌ چې د عمان د پاڼۍ له ختمېدو سره سم باران پیل شو او لوبڅارانو پرېکړه وکړه چې لوبه بې نتیجې پای ته ورسوي.

افغانستان په نړیوال جام کې تر خپلو رسمي لوبو مخکې یوه بله تمریني‌ لوبه هم لري، چې د را روانې جمعې په ورځ له سکاتلنډ سره ده.

د افغانستان اوله رسمي لوبه د جون په دویمه نېټه په ګیانا کې له یوګاندا سره ده.

افغانستان د نړیوال جام د ۲۰ لوبډلو په منځ کې په سي ګروپ کې له کوربه ویسټ انډیز، نیوزلند او پاپوانیوګیني سره هم مخامخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG