د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان له څلورو کالو وروسته افغانستان ته تللی


د کرکټ لوبې نړیوال ستوری او د افغانستان د شل اوریزیو سیالیو د ملي‌ لوبډلې کپتان راشد خان ته په کابل کې ښه راغلاست
د کرکټ لوبې نړیوال ستوری او د افغانستان د شل اوریزیو سیالیو د ملي‌ لوبډلې کپتان راشد خان ته په کابل کې ښه راغلاست

د کرکټ لوبې نړیوال ستوری او د افغانستان د شل اوریزیو سیالیو د ملي‌ لوبډلې کپتان راشد خان له شاوخوا څلور کالو وروسته خپل هیواد ته تللی.

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور ۲۹) په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې راشد خان نن د شنبې په سهار کابل ته ورسېد او په هوايي‌ ډګر کې یې هرکلی وشو.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي: ”راشد خان چې تیرو څو کلونو کې د بوخت مهالویش له امله نه و توانېدلی هېواد ته راشي، نن سهار
کابل ته راورسېد او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس او اجرائیوي رئیس له لوري ورته د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل شو.“

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي‌ چې په بورډ کې یې د راشد خان د هرکلي‌ لپاره ځانګړي مراسم هم جوړ کړي و.

راشد خان یو له هغو افغان لوبغاړو څخه دی چې د هند په ګډون د نړۍ په مختلفو سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي‌ او له همدې امله ډیر وخت له
افغانستان څخه بهر وي.

راشدخان سږکال د نهو نورو افغان لوبغاړو په ګډون د هند په پریمیر لیګ کې چې د کرکت تر ټولو مشهورې سوداګریزې سیالۍ دي ولوبیده.

په دغه لیګ کې نوموړی د دوو نورو افغان لوبغاړو نور احمد لکڼوال او عظمت‌الله عمرزي سره یو ځای د ګجرات ټایټانز لوبډلې لپاره لوبېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG