د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکت نړیوال جام سیالۍ؛ افغان لوبډله ویسټ انډیز ته روانه شوه


افغان لوبغاړي‌ ویسټ انډیز ته روان شول
افغان لوبغاړي‌ ویسټ انډیز ته روان شول

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي۲۷) ویسټ انډیز ته روانه شوه چې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په اساس، لوبغاړي له کابل څخه متحدو عربو اماراتو، بیا لندن‌ ته او له لندن څخه مخامخ ویسټ انډیز ته ځي. ویسټ انډیز او متحده ایالتونه د دغه نړیوال جام ګډ کوربانه دي.

افغانستان په ګروپي مرحلې کې څلور لوبې لري چې ټولې یې په ویسټ انډیز کې دي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف د لوبغاړو سره د خدای په اماني په مراسمو کې وویل هغه افغان لوبغاړي چې په آی پي ال کې په لوبو بوخت دي، د خپلو لوبو له خلاصېدو وروسته به ویسټ انډیز ته وخوځېږي. محمد نبي، راشد خان، نور احمد لکڼوال، عظمت عمرزی، رحمان الله ګربز، نوین الحق، فضل حق فاروقي، ګلبدین نایب او الله محمد غضنفر د هند د کرکت په تجارتي سیالیو کې لوبېږي.

میرویس اشرف وویل چې لوبډله ځکه تر نړیوال جام شاوخوا لس ورځې مخکې ویسټ انډیز ته استوي چې هلته له اب او هوا او وخت سره اشنا شي. افغانستان او ویسټ انډیز شاوخوا اته ساعته د وخت فرق لري.

افغانستان به د نړیوال جام تر رسمي سیالیو مخکې له سکاتلنډ او نامیبیا سره تمریني لوبې کوي.

د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه د جون په درېیمه نېټه له یوګاندا سره ده. دویمه لوبه یې له نیوزلنډ او درېیمه او څلورمه لوبه یې له نامیبیا او ویسټ انډیز سره دي.

په همدې حال کې افغان کرکټ‌ بورډ په نړیوال جام کې د لوبغاړي رسمي لباس هم ښکاره او اعلان کړ.

په دغه نړیوال جام کې ټولې شل لوبډلې لوبېږي او په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلې لوبېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG