د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام ته د تیاري په لړ کې پاکستان ایرلنډ ته لوبه وبایلله


د پاکستان لوبغاړي
د پاکستان لوبغاړي

پاکستان د جمعې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۱) له ایرلنډ سره د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د پنځو ویکټو په توپیر وبایلله.

د ایرلنډ په پایتخت ډبلین کې د پچې له بایللو وروسته پاکستان کوربه ټیم ته د شپږو ویکټو په بایللو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

ایرلنډ دغه هدف د پنځو لوبغاړو په بایللو سره په ۱۹.۵ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د پاکستان پرانیستونکی توپ وهونکی محمد رضوان د یوې منډې کولو وروسته وسوځېد او کپتان بابر اعظم ترټولو زیاتې ۵۷ منډې وکړې.

د ایرلنډ دپاره انډریو بالبرني ترټولو زیاتې ۷۷ منډې وکړې او د شاهین افریدي په توپ وسوځېد.

د پاکستان توپ اچوونکو نسیم شاه او عماد وسیم هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه او عباس افریدي دوه لوبغاړي وسوځول.

د ایرلنډ او پاکستان ترمنځ بله لوبه د یکشنبې په ورځ او وروستۍ لوبه د سه شنبې په ورځ (مۍ ۱۴) ده.

ټاکل شوې ده چې د جون په میاشت کې په نړیوال جام کې له ګډون وړاندې، پاکستان د روانې میاشتې په پای کې په انګلنډ کې د هغه هېواد له ټیم سره څلور ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کړي.

پاکستان تراوسه نړیوال جام ته خپله لوبډله نده اعلان کړې او تمه کیږي چې له انګلنډ سره د لوبو پر مهال یې اعلان کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG