د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سولې کړکۍ پرانیستل شوې- نکلسن


نوموړي له کابل نه د ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرې کولې
نوموړي له کابل نه د ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرې کولې

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نکلسن وايي چې د ولسمشر ټرمپ تګلاره د افغانستان او سیمې لپاره ډېره اغیزناکه تمامه شوې ده.

د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د تګلارې له اعلان ټیک یو کال پوره شو.جنرال نکلسن وویل چې د بل هر وخت د افغانستان د ستونزو سیاسي حل ته تر ټولو ښه فرصت برابر شوی.

جنرال نکلسن د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۲)له کابل نه د ویډیو کنفرانس له لارې په د امریکا د دفاع په وزارت کې خبریالانو سره خبرې کولې.

نکلسن د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندیز او په کوچني او لوی اخترونو کې د اوربند اعلانول د سولې په برخه کې لوی پرمختګونه وبلل او زیاته یې کړه چې طالبانو په لوی اختر کې "اوربند نه رد کړی او نه یې هم تائید کړی."

ولسمشر غني ددوشنبې په ورځ وویل "یو ځل بیا سر له سبا دوشنبې څخه چې د عرفې ورځ ده د نبي تر میلاد پورې، یا تر هر هغه وخت پورې چې طالبان ورته ژمن وي پدې شرط اوربند اعلانوم چې طالبان هم پدغه سپیڅلې موده کې اوربند اعلان او مراعت کړي".

د بهرنیو ځواکونو قومندان نکلسن د اوربند دوام د سولې د خبرو لپاره اساس وګاڼه او وویل چې امریکا د سولې په بهیر کې مرسته کوي او برخه په کې اخلي خو ټینګار یې په دې و چې دا بهیر به د افغانانو په مشرۍ مخ ته ځي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې روسیه د سپتمبر په څلورمه د افغانستان په اړه د سولې د غونډه جوړه کړي چې طالبان هم په کې برخه اخلي، خو افغان حکومت ویلي دي چې په دغو خبرو کې ګدون نکوي. افغان حکومت همدغه راز له روسیې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې له کابل سره مخامخ خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG