د لاس رسي وړ اتصالات

' د افغانستان آزادۍ جبهې' د اکمل امیر مړینه تائید کړه


اکمل امیر او څو نور ملګري یې د طالبانو سره په جګړې کې وژل شوي.
اکمل امیر او څو نور ملګري یې د طالبانو سره په جګړې کې وژل شوي.

د " افغانستان آزادۍ جبهې" چارواکو یکشنبه اپریل ۱۶ (وري۲۷) تائید کړه چې د اکمل امیري په نامه یو قوماندن یې په جنوبي سالنګ کې د طالبانو سره په جګړې کې وژل شوی.

دې جبهې په یوې اعلامیې چې په ټویټر کې خپره کړې لیکلي، " له بده مرغه د افغانستان آزادۍ جبهه د جنوبي سالنګ په جګړې کې د قوماندان اکمیل امیرمړینه تائیدوي".
د دې جبهې په اعلامیې کې همدرانګه ادعا شوې چې طالبانو په جګړې کې د وژل شویو وسله والو د کورنۍ غړي شکنجه کړي او د مړیو جسدونو ته یې هم بې احترامي کړي.

په اعلامیې کې راغلي، "طالبانو د جنازو د سپارلو مخه نیولې وه او اجازه یې نه ورکوله چې د خاور سپارلو مذهبي مراسم پر ځای شي".

د دې جبهې په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې طالبان پدې ډول کړنو سره غواړي چې نور خلک د جبهې سره یو ځای نشي او خبرداری یې ورکړی چې د خپلو وژل شویو جنګیالیو غچ به اخلي.

د دې اعلامیې د خپریدو څخه یوه ورځ وړاندې د افغانسان د بشري حقونو کمیسیون هم ادعا کړې وه چې طالبانو په جګړې کې د دې جبهې د وژل شویو غړیو سره "غیر انساني"َ رویه کړې وه او خاورو ته د سپارل کیدو مخه یې نیولې وه.

د بشري حقونو دغه کمېسيون چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر فعاليت کوي د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۱۵ (وري ٢٦) په اعلاميې کې ويلي چې طالبانو پدغه هيواد کې له" بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې زياتې" کړي دي٠

د طالبانو حکومت ضد د ازادۍ جبهې د اپرېل پر ١١ (وري ٢٢) تائید کړه چې د عبدالبصير اندرابي، فهيم سالنګي، برهان اندرابي، قربان علي بامياني،صبور فاريابي او حسين سمنګاني په شمول د دغه جبهې شپږ تنه وسله وال له طالبانو سره نښته کې وژل شوي دي٠

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون همدارنګه ادعا کړې ده چې طالبانو تر دغه پيښې وروسته د يادو وژل شوو کسانو پر کورنيو باندې بريد کړى دى او يو شمېر غړي يې نيولي دي.


طالبانو تر دامهاله د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون او ازادۍ په نوم جبهې د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو دفاع وزارت تر دې مخکې ويلي و چې د اکمل اميري په ګډون اووه وسله وال کسان يې د پنجشېر او پروان ولايت تر منځ سيمه کې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG