د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د "پاکستاني داعشیانو" مېرمنې او ماشومان قبایلو ته وسپارل


دغه ښځې او ماشومان په اچین کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي وو
دغه ښځې او ماشومان په اچین کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي وو

په ننګرهار کې چارواکو د داعش جګړه مارانو ۵۵ مېرمنې او ۷۶ ماشومان د پنجشنبې په ورځ (جنوري۹) د یوې قومي جرګې له لارې د ډیورېنډ د هغې غاړې قبایلي مشرانو ته وسپارل.

دا لړۍ پیل شوې او چارواکي وایي چې لسګونه نورې ښځې او ماشومان هم له افغان حکومت سره دي. دننګرهار والي شامحمود میاخېل د جرګې ګډونوالو ته وویل چې دا کسان به هغه وخت خپلو کورنیو ته سپارل کیږي چې له هغې غاړې راغلي خپلوان یې سم وپېژني.

چارواکي وايي په سپارل شویو ښځو او ماشومانو کې یې ډېر د خیبر پښتونخوا د تېرا په ګډون د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د نورو سیمو اوسېدونکي دي.

د دغو کسانو ځينې خپلوان د جلال اباد ښار ته راغلي وو چې دغه کسان ورته وسپارل شي، سپارل کېدونکو ویل چې خوشاله دي چې خپلو کورونو ته ځي.

د دواړو غاړو پښتنو قومي جرګې د چهارشنبې په ورځ (جنوري۸) پرېکړه وکړه چې په لومړي پړاو کې به د کوزې پښتونخوا لسګونه مېرمنې او ماشومان خپلو کورنیو ته وسپاري.

دغه مېرمنې او ماشومان د داعش جګړه مارانو د کورنیو غړي دي چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر او دسمبر په میاشتو کې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې افغان حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان کړی و چې دغه ماشومان او مېرمنې به د قومي جرګې له لارې ددوي کورنیو ته سپارل کیږي.

په دغې جرګې کې د کوزې پښتونخوا ۱۲ قومي مشران هم شامل وو.

ملک صبور چې د همدغې جرګې غړی و، ژمنه وکړه چې ورسپارل شوي کسان به ددوي کورنیو ته رسوي.

د دواړو غاړو قومي جرګې دا پرېکړه هم کړې چې خپلو کورنیو ته سپارل کېدونکې مېرمنې او ماشومان به راتلونکې کې دغه ډول جنګي وسله والو سره خواخوږي نه کوي او خپل عادي ژوند به کوي.

افغان چارواکي وايي د ننګرهار اچین کې د نومبر او دسمبر میاشتو کې د حکومتي عملیاتو له امله تر نهه سوه مېرمنې او ماشومان د ننګرهار اچین کې حکومت ته تسلیم شول چې ډېرې یې د خیبر پښتونخوا تیرا، اورکزیو او نورو سیمو اوسېدونکي دي.

افغان حکومت وايي چې په ننګرهار کې یې د داعش پر ضد قوي عملیات پیل کړي او دا ډله یې سخته ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG