د لاس رسي وړ اتصالات

د جانتن ټراټ د قرارداد موده یو بل کال هم وغځیده


د افغانستان کرکټ بورډ تائید کړې چې د ملي لوبډلې مشر روزونکی، جانتن ټراټ به د یو بل کال لپاره هم پخپل مقام کې پاتې شي.

کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه د ۴۳ کلن ټراټ تیرې دوه نیم کاله "کامیابې دورې" ته په کتو د هغه د قرارداد موده د ۲۰۲۵ کاله پورې غځوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلی ټراټ پدې مودې کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پام وړ مخکې تګ او کامیابۍ سبب شو.

د انګلستان د ملي لوبډلې دا پخوانی لوبغاړی د ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی دی.

د ټراټ په مشرۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې وکړی شو چې د لومړي ځل لپاره ۲۰۲۴ کال د شل اوریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووځي.

د جانتن ټراټ قرارداد د یو بل کال لپاره تمدید کیدل پدې معنی چې دی به د اتلانو راتلونکي جام په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزنکی وي.

چمپینز ټرافي چې کوربه یې پاکستان دی، لومړی ځل به وي چې افغانستان پکې برخه اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG