ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو نوموتی ورو توپ اچوونکی، مجیب الرحمان د څه باندې شپږو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي.
مجیب د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو پر مهال ژوبل شوی و چې یوازې یوه لوبه یې د افغانستان لپاره وکړله او د پاتې سیالیو څخه ووت او پر ځای یې حضرت الله ځاځي ته موقع ورکړل شوه.
خو د توپ اچونې په ډګر کې بیا د نړیوال جام په سیالیو کې د مجیب تشه، ځوان توپ اچوونکي، نور احمد لکڼوال ډکه کړې وه.
د دې ورو توپ اچوونکي ګوته ژوبله شوې وه چې جراحۍ ته یې اړتیا درلوده.
مجیب الرحمان چې ۲۳ کاله عمر لري، همدارنګه په عربي متحده اماراتو کې د T-10 په سیالیو کې د اجمان بولټس لوبډلې لپاره اوس مهال لوبه کوي چې مشري یې د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان، محمد نبي کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د زمبابوې په کوربه توب دې هیواد ته ورځي چې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې او دوه د ټیسټ لوبې ورسره وکړي.
ټاکل شوې چې لومړۍ شل اوریزه لوبه د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۱ مې وشي.
فورم \ دبحث خونه