د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي زمبابوې ته ورسېدل


افغانستان او زمبابوې په همدې میاشت کې اته نړیوالې لوبې لري
افغانستان او زمبابوې په همدې میاشت کې اته نړیوالې لوبې لري

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي په ځايي وخت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۵) زمبابوې ته ورسېدل.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په همدې میاشت کې درې شل اوریزې، درې یوه ورځنۍ او دوې د ټست لوبې کېږي.

د زمبابوې د کرکټ بورډ په خپل ټویټر کې د افغان لوبغاړو د رسېدو ویدو خپره کړې ده.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ د ډسمبر په ۱۱ نېټه پیل کېږي. له دریو شل اوریزو سیالیو څخه وروسته د یوې ورځنیو دریو لوبو لړۍ د ډسمبر په ۱۵ نېټه پيل کېږي او د ټست وروستۍ لوبه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په درېیمه نېټه ده.

افغانستان له زمبابوې سره شل اوریزو او یوې ورځنیو لوبو ته لوبغاړي اعلان کړل، خو د ټست لوبو لپاره یې لوبغاړي لا اعلان کړي نه دي.

په شل اوریزو سیالیو کې مجیب الرحمن، چې د تېر نړیوال شل اوریز جام څخه وروسته د افغانستان په ملي لوبډلې کې نه و، په لوبډلې کې شامل شوی دی. د ده ګوته خوږه وه.

د افغانستان د سر توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ په دغو لوبو کې نه شته. هغه د پښې عملیات کړي او افغان کرکټ بورډ وايي چې لا هم پوره رغېدلی نه دی.

افغانستان له زمبابوې سره تر سیالیو مخکې له بنګله دېش سره په شارجه کې درې یوه ورځنۍ لوبې لرلې چې ۲-۱ یې وګټلې.

افغانستان داسې مهال زمبابوې ته د لوبو لپاره سفر کوي، چې ټاکل شوې د چمپین ټرافي سیالۍ د فبرورۍ په میاشت کې وشي. په دغو سیالیو کې، چې په پاکستان کېږي، د افغانستان په ګډون اته لوبډلې لوبېږي. افغانستان په اول ځل په کې برخه اخلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG