د لاس رسي وړ اتصالات

مشهور هندي سینمايي ستوري ارجون په ضمانت له بند څخه خوشې شو


د هند سینما مشهور لوبغاړی الو ارجون چې د ډسمبر په څلورمه د هغه د نوي فلم د نندارې په ګڼه ګوڼه کې د یوې ښځې د مړینې له امله پولیسو نیولې و د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) په ضمانت خوشې شو.

دا پېښه د هند د جنوبي ایالت تیلنګانا په حیدر اباد ښار کې د الو ارجون د پوشپا دویم فلم د لومړنۍ نندارې پر مهال د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله رامنځ ته شوه. په دې پېښه کې یوه ۳۵ کلنه ښځه مړه او اته کلن زوی یې سخت ټپي‌ شو.

د هند د سینما دا مشهور لوبغاړی وروسته له هغې ونیول شو چې د دې ښځې میړه د ارجون، د هغه د امنیتي ډلې او د تیاتر مدیریت په خلاف قضیه ثبت کړه. پر دوی تور لګول شوی چې د فلم د نندارې په اړه یې له وړاندې پولیس نه و خبر کړي چې له امله یې د نندارچیانو شمېر له ټاکل شوي حد څخه خورا زیات شو.

پولیسو د دې قضیې په تړاو د تیاتر خاوند او دوه کارمندان یې له پېښې وروسته نیولي دي.

د هند پرس ټرسټ د راپور په اساس یوې سیمه‌ییزې محکمې د جمعې په ورځ ارجون ته د ۱۴ ورځو د بند سزا واوروله خو د تیلنګانا عالي محکمې څو ساعته وروسته په ضمانت د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

سره له دې هم ارجون یوه شپه په زندان کې تېره کړه ځکه چې د زندان چارواکو د جمعې تر ناوخته پورې د هغه د ضمانت لیک ترلاسه نه کړ.

دا پېښه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې ۴۱ کلن ارجون په ناڅاپي توګه د تیاتر په تالار کې راڅرګند شو او مینه‌والو یې د هغه په لور هجوم وروړ او د ګڼې ګوڼې له امله د تیاتر دروازه ماته شوه.

ارجون تر اوسه د پولیسو له خوا د لګول شویو تورونو او د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو له پېښې څو شېبې وروسته یې په اکس پاڼه کې ولیکل چې "دې غمجنې پېښې یې زړه مات کړی دی."

هغه وروسته د ښځې له کورنۍ سره د ۲۹زره امریکايي‌ ډالرو د مرستې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ټپي‌ شوي ماشوم د درملنې لګښتونه هم په غاړه اخلي.

په هند کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د ورته پېښو رامنځته کېدل ځکه معمول دي چې په کوچینو تالارونو کې د خوندیتوب له تدابیرو پرته زیات شمېر کسان راټولېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG