د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بانک د 'آرین بانک' د فعالیت جواز لغوه کړ


افغانستان کې اوس مهال د دوو دولتي بانکونو ترڅنګ یو شمیر خصوصي بانکونه هم فعالیت کوي.
افغانستان کې اوس مهال د دوو دولتي بانکونو ترڅنګ یو شمیر خصوصي بانکونه هم فعالیت کوي.

د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي، د 'آرین بانک' په نوم د یو بانک د فعالیت جواز یې، چې د افغان او ایراني پانګوالو په ګډه پانګونه یې فعالیت کوه د بانکدارۍ د قوانینو د نه رعایتولو له امله فسخه کړی دی.

د افغانستان بانک ویاند ایمیل هاشور د یکشنبې په ورځ ( ثور ۲۹ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغه بانک د جواز د فسخه کیدو پریکړه د افغانستان بانک په وروستۍ غونډه کې شوې ده.

ښاغلي هاشور د 'آرین بانک' له خوا د بانکي قوانینو او د افغانستان د مرکزي بانک د لارښونو او کړنلارو نه رعایتول د دغه بانک د فعالیت د جواز د فسخه کیدلو په لاملونو کې یاد کړل.

د افغانستان بانک ویاند وویل، چې 'آرین بانک' د پیسو د وینځلو سره د مبارزې په برخه کې هم جدي ستونزې لرلې.

ښاغلي هاشور وویل " په کراتو جریمه شوی و، اخظاریه ورته صادر شوې وه، خو متاسفانه د مرکزي بانک لارښونو او کړنلارو ته یې ارزښت ورنکړ".

همداشان د مرکزي بانک دغه چارواکي وویل، چې 'آرین بانک' د افغانستان په اقتصادي وده کې هم چندانې ونډه نه لرله

'آرین بانک' په افغانستان کې تر ډیره د ایراني بانک په توګه پیژندل کیده، خو د افغانستان بانک د معلوماتو پراساس دا بانک د یو افغان بانک په توګه نږدې ۱۵ کاله وړاندې د افغانستان بانک سره ثبت او فعالیت کوه.

افغانستان بانک وايي، د دې بانک په سهم لرونکو کې یو شمیر ایراني پانګوال هم شامل وو.

'آرین بانک' په کابل کې د مرکزي دفتر ترڅنګ په هرات کې هم یوه څانګه پرانیستې وه.

د افغانستان مرکزي بانک د 'آرین بانک' د جواز د فسخه کولو وړاندې د حبیب بانک په نوم یو پاکستانی بانک څخه هم د نږدې ورته دلایلو له مخې د روان لمریز کال د وري د میاشتې په ۱۲ مه د فعالیت جواز بیرته اخیستی وو.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د ړنګیدو وروسته د افغانستان د څو خصوصي بانکونو ترڅنګ یو شمیربهرنیو بانکونو هم فعالیت پیل کړ، خو له دغه هیواد څخه په زیات شمیر بهرنیو ځواکونو د وتلو، د نړیوالو مرستو د کمیدو او د ناامنۍ د پراخیدو څخه پس دغو بانکونو په دغه هیواد کې خپل فعالیت بند کړ.

په دغو بانکونو کې د سټنډرډ چارټر نړیوال بانک هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG