د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه


د افغانستان د پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز ۱۲۱ منډو د افغان لوبډلې بریا یقیني کړه او ګربز ددغې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.  
د افغانستان د پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز ۱۲۱ منډو د افغان لوبډلې بریا یقیني کړه او ګربز ددغې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.  

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ مارچ ۷ (کب ۱۷) د متحده عربي اماراتو په شارجه کې، د ۳۵ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

افغانستان د پچې له بایللو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابل لوري ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه.

ایرلنډ په ځواب کې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۷۵ منډې وکړې او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

د افغانستان د پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز ۱۲۱ منډو د افغان لوبډلې بریا یقیني کړه او ګربز ددغې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان بل پرانیستونکی توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ له ۶۰ منډو کولو وروسته وسوځېد.

د افغانستان تیز توپ اچوونکي فضل حق فاروقي د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د ایرلنډ دپاره هاري ټیکټر ۱۳۸ منډې او لورکان ټکر ۸۵ منډې وکړې او پاتې نور ټول لوبغاړي هر یو یې له ۱۰ څخه په کمو منډو وسوځېدل.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د روانې لړۍ دوهمه لوبه د شنبې په ورځ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG